<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-07 18:56:54    
د کاي فنک ښار ( لومړی برخه)

cri

د کاي فنک ښار اوږد تاريخ لري او د څه دپاسه زرو کالو نه مخکې دغه ښار د سونګ امپراتوري سلسلې د نهو امپراتورانو لخوا د پلازمينې په توګه ټاکل شوی و٠ اوس په دغه ښار کې زيات تاريخي او پخواني اثار او ځايونه ﻻ هم پاتي دي٠ نو له دی امله کاي فنګ ښار د ډيرو چيني او خارجي سياحانو د سفر د هدفونو څخه شميرل کيږي٠ اوس له مونږ سره يو ځاي د سونګ امپراتوري دورې د پايتخت په توګه د پخواني کاي فنګ د ښاروالي د مقر سيل وکړئ٠٠

کاي فنګ ښار د چين د خه نان ولايت په ختيځ کې پروت دی او پخوا د چين په تاريخ کې د اوو پخوانيو پلازمينو څخه يو و ، د چين په تاريخ کې کاي فنګ ښار د سونګ په امپراتوري دورو کې سياسي ، اقتصادي او کلتوري مرکز و او په هغه وخت کې د نړۍ له ډيرو سمسورو پايتختونو څخه هم و٠ ٠

د پخواني کاي فنګ د ښاروالي مقر د ښار په مرکز کې و ، پخوانی مقر ﻻ په ډيره پخوا کې تر مځکې ﻻندې شو، اوسنی مقر په٢٠٠٣ کال کې د پخواني مقر په شکل او د پخوانۍ ښاروالۍ دمقر پرپنې باندې نوي جوړشوي او ساختماني سبک يې د پخواني مقر په شان دی٠ ٠

هرسهار د کاي فنګ دپخوانۍښاروالی د مقر دروازه د موسيقي په غږولو سره پرانيستل کيږی او د پخواني ښاروال دکار د پيل مراسم پرځاي کيږي٠ ډير زيات خلک او سيلانيان د نوموړو مراسمو د سيل لپاره هغه مقر ته ورځي ، دا ځای اوس د يوه توريستي ځاي په توګه ټاکل شوی دی٠ ٠

د کاي فنګ دپخواني ښاروالي د مقر په څلورو خواووکې لوړ ديوالونه دي ، پر ديوالونو باندې څو کوشکنونه جوړشوی او پکې يې ډبرين ميزونه او څوکۍ پرتی دي ، پر ميز باندې د چين د پخواني موسيقي الات هم موجود دي ، که سيانيان ورسره مينه ولري نو کولای شي چې د هغو په واسطه خوږې نغمې وغږوي٠ ٠