<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-08 17:42:19    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هېله من يم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بيلابيلې پوښتنې راواستوئ !

ګرانو دوستانو ! دبيجينګ د اولمپيک سپورټی لوبې به په ٢٠٠٨ کال کې په چين کې ترسره شی . زمونږ ډيرو زياتو اوريدونکيوله بيلابيلو لارو دغه ستر فعاليت ته پاملرنه څرګنده کړې ده او زمونږ څانګې ته يی په خپلو ليکونو کې د دغو لوبو په اړه بيلابيلې پوښتنې راليږلي دي . نو د پروګرام په دغه کړۍ کې به د بيجينګ د اولمپيک سپورټی لوبو په اړه څه معلومات وړاندی کړو . د دې ترڅنګ تاسو زمونږ په ويبپاڼه کې د دغو لوبو په اړه ځانګړی پروګرام هم کتلی شی .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام په نننی کړۍ کې به په بيجينګ کې د دوومهمو لوبغاليو په اړه تاسو ته معلومات وړاندی کړم .

ټولو ته معلومه ده چې د اولمپيک د نهه ويشتمې دورې سپورټی لوبې به د ٢٠٠٨ کال د اګيست په اتمه نيټه په بېجينګ کې پرانيستل شی . د بېجينګ حکومت د دغو سپورټی لوبو د ترسره کولو لپاره په ځانګړې توګه د مرغانو د ځالې په نامه يو مرکزي سټيډيم يا لوبغالی جوړوی . دغه سټيډيم د بېجينګ په اولمپيک پارک کې دی او د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د نښې په توګه ګڼل کيږی . دغه لوبغالی په بشپړه توګه له فولادو څخه جوړ شوی او پراخوالی يی دوه سوه او اته پنځوس زره مربع مترو ته رسيږی چې د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو د پرانيستنې او پای مراسم ، د اتلاتيک لوبو او د نارينه فوټبال پايلوبې سيالۍ به پکی ترسره شی . په دغه لوبغالی

کې يو نوی زره دايمی څوکۍ او شل زره لنډ مهالې څولۍ شته . د سياليو په مهال د کتونکيو او لوبغاړيو د اړتياوو پوره کولو لپاره په دغه سټيډيم کې د رستورانت ، د لوبغاړيو د استراحت ځايونو او د جامو د بدلون ځايونو په ګډون يو شمير خدمتی ځايونه هم جوړ شوی .

د معلوماتو له مخې ، د چين حکومت به په عمده توګه د سټېډيم د ودانۍ په جوړولو کې څه دپاسه څلور سوه او پنځوس مليون امريکايی ډالره پانګه ولګوی . دغه سټيډيم به د بيجينګ د اولمپيک سپورټی لوبو له پای ته رسيدو وروسته د عامو سپورټی فعاليتونو په موخه خلکو ته خدمتونه برابر کړي . د دغه سټيډيم د جوړولو پروژه د ٢٠٠٣ کال د دسمبر په څلورويشتمه نيټه پيل شوې چې د روان يعنی ٢٠٠٧ کال کې به پای ته ورسيږی او په کار ولويږی .

د دې ترڅنګ د اوبو مکعب په نامه د چين د لامبو وهلو مرکز هم د بېجينګ د اولمپيک لوبو د يوې نښې په توګه ګڼل کيږی . په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د لامبو وهلو ، له تختې څخه د ټوپ وهلو ، په اوبو کې د بالټ نڅا او يا غوټې وهلو په ګډون يو شمير سيالۍ په کې ترسره شي . نو دغه مرکز د بېجينګ د اولمپيک لوبولپاره يوه مهمه ودانۍ ده اود بېجينګ په شمال کې مهم موقعيت لری .

دغه مرکز د يوې شنې صندوقچې په شان مکعب بڼه لری چې بهرنی پوښ يی اسمانی رنګه دی او د اوبو ځګ په بڼه بريښی او داسی ښکاري لکه په اسمانی رنګه ځګونو چې پوښل شوې وي . په تېره بيا کله چې شپه شی او د ودانۍ دننه څراغونه روښانه شی ، رڼا يی د وانۍ له نيمه شفافو پردو څخه بهر ته خپريږی . دغه ودانۍ د يو اسمانی رنګه بلور په شان ډيره ښکلې ښکاري او لکه د ودانۍ دننه چې پر ديوالونو اسمانی رنګه رڼې پر دې ځړول شوې وي .

دغه مرکز د مرغانو د ځالې په نامه له هغه مرکزي سټيډيم سره نژدی دی چې د بيجينګ د اولمپيک لوبو عمده سټيډيم دی . دغه دواړه ودانۍ په ګډه د بيجينګ د اولمپيک په پارک کې پرتې دي . د چين د لامبو وهلو مرکز د چين او استراليا د ډيزاينرانو له خوا په ګډه جوړ شوی دی . په ٢٠٠٨ کال کې د اولمپيک لوبو په موده کې به په دغه مرکز کې اووه لس زره څوکۍ موجودې وي چې شپږ زره به يی دايمی څوکۍ وي .