د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پولند د بهرنيو چارو وزارت د دسمبر په اوومه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل پولند به په افغانستان کې د ناټو د پوځی عملياتو د ملاتړ په موخه دغه هيواد ته نور دری سوه او پنځوس سرتيري او اته چورلکې وروليږي.
په اعلاميه کې د پولند د بهرنيو چارو وزير رادوسلاو سيکورسکی په وينا چې په همدې ورځ په بروکسيل کې د ناتو د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه غونډه کې ګډون وکړ، ويل شوی چې د پولند صدراعظم دونالد توسک په روانې اونې کې د ناتو سرمنشی جپ دی هوپ سچيفير ته افغانستان ته د نورو زياتو سرتيريو د ليږلو ژمنه وکړه.
پولند له ٢٠٠٢ کال څخه د ناتو په چوکاټ کې افغانستان ته د پوځيانو په ليږنې پيل وکړ. تر اوسه پوری په افغانستان کې د پولنډ د ميشتو سرتيريو شمير يو زره او دوه سوه تنو ته رسېدلی دی.