<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-09 17:49:06    
د افغانستان ملی پوځ او د ناتو ځواکونو د دغه هېواد په جنوب کې پوځی عمليات تر سره کړل.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د دفاع وزارت وياند ظاهر عظمی د دسمبر په اتمه نېټه په کابل کې وويل د افغانستان ملی پوځ او د ناتو په مشرۍ د نړيوال سوله ساتونکی پوځ د روانې مياشتې په اوومه نېټه د دغه هېواد په جنوب کې د طالبانو له خوا د کنترول شوی مهمې ولسوالۍ موسأ کلا د نيولو لپاره ګډ پوځی عمليات تر سره کړي دي.

ښاغلي عظمی په همدې ورځ په يوه خبری ناسته کې وويل تر اوسه پوری دوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يو تن نور نيول شوی دی. په همدې مهال د ناتو يو سرتيری پر ماين د ختلو له امله مړ شو.

د وسله والو طالبانو د وياند قاری يوسف احمدی په وينا پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل او شپږ تنه نور ټپيان شول، د افغانستان د ملی پوځ او د ناتو ځواکونو پنځه ديرش تنه سرتيري ووژل شول. خو ښاغلي عظمی د وسله والو طالبانو دغه خبره رد کړه.