د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د دفاع وزارت د دسمبر په نهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د دغه هېواد ملی پوځ د هلمند ولايت په موسأ کلا کې د پوځی عملياتو په ترڅ کې د طالبانو دوه تنه لوړ پوړی قوماندانان ونيول.
په اعلاميه کې ويل شوي چې ملی پوځ د ناتو په مشرۍ د امنيت نړيوال مرستندويه پوځ د هوايی بريد په مرسته پر وسله والو طالبانو سخت بريد وکړ چې په ترڅ کې دوه تنه لوړ پوړی قوماندانان يې نيولي. خو په اعلاميه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې شمېر نه دی ويل شوی. تر اوسه پوری طالبانو په دې اړه هېڅ اعلاميه نه ده خپره کړې.