<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-09 19:27:09    
د چين د اتمې دورې هنري فيستوال پرانيستونکي مراسم

cri

د چين د اتمې دورې هنري فيستوال د نومبر له ٥ نېټې څخه تر ٢٠ نېټې پوری د چين په هو بی ولايت کې تر سره شو٠ د نومبر په ٥ نېټه ماښام دغه هنري فيستوال په رسمی توګه پرانيستل شو٠د چيني او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به د دغه فيستوال په پرانيستونکو مراسمو کې ځينی ځلانده برخې تاسو ته وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د چين د مشهور سندرغاړی ليو بين له خوا ويل شوی يوه سندره واوريده ٠ د چين هنري فيستوال د چين لومړنۍ لوی او لوړپوړی هنري فيستوال دی٠ دغه فيستوال په ١٩٨٧ کال کې له جوړيدو راهيسی په بريالۍ توګه اووه دوری تر سره شوی دی٠ د اتمی دوری هنري فيستوال کوربه د چين د کلتور وزارت دی او د هو بی ولايت د حکومت لخوا جوړ شوی٠ د پرمختللی کلتور سمسورتيا او د همغږی کلتور أبادۍ د دغه فيستوال اصلی موضوع ده چې د بېلا بېلو هنري نندارتونونو له لاری په دی وروستيو کلونو کې په کلتوری چارو کې د چين تر لاسه شوی برياليتوبونه ننداری ته وړاندی کړی٠ اوس به موږ په ګډه د چين د مشهور سندرغاړی وو يان ځه له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی کوچنۍ بيړۍ له غرونو څخه تيريږی راتيريږی٠

(سندره ٢ )

د چين د اتمې دورې هنري فيستوال د هو بی ولايت د وو هان په ښار کې تر سره شو٠ په دغه ښار کې د چين يو مشهوره تاريخي ودانۍ شته چې نوم يی دی هوانګ هه لو ٠

د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د چين د مشهورې سندرغاړې تان جينګ له خوا ويل شوی د هوانګ هه لو په نوم يوه سندره واورو٠ په دغه سندره کې د مينې په اړه يوه کيسه بيان شوې ده٠

(سندره ٣ )