<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-10 20:15:01    
د تيان جين ښار له چاپيريال ساتلو څخه ګټه تر لاسه کړې ده

cri

ګرانو اوريدونکيو، تيان جين د چين په شمال کې تر ټولو لوی ساحلی ښار دی او د بوهای خليج په غاړه د يو اقتصادی مرکز په توګه د دغه ښار د چاپيريال ساتلو حالت د دغه خليج پر ايکولوژيکی چاپيريال مستقيمه اغيزه کوي. په وروستيو کلونو کې د تيان جين ښاروالۍ د پاکو اوبو او شنه أسمان په نامه شپږ پلانونه پلی کړي او د انرژۍ سپمولو او د ککړو توکيو د خپراوی اندازې د کمولو په برخه کې يې ستر اغيزمن تدبيرونه نيولي چې ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغه ښار د چاپيريال ساتنې په باب لږ څه معلومات وړاندی کړو.

د تيان جين ښار د بو های خليج په سيمه کې تر ټولو لوی صنعتی ښار دی او زياتره ککړې اوبه د های سيند ته توئيږي. د بوهای خليج د دروازې په توګه د دغه ښار ښاروالي د ککړو اوبو له منځه وړلو ته ډېر اهميت ور کوي. په وروستيو کلونو کې دغۍ ښاروالۍ د پاکو اوبو او شنه أسمان په نامه يو لړ پلانونه پلی کړي او د ککړو اوبو او ګازونو د له منځه وړلو لپاره يې هڅه کړی چې ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي. د دغه ښار د چاپيريال ساتنې ادارې مشر چوي يوو چنګ د چاپيريال ساتنې د اړوندو کارونو په هکله داسی وويل  اړوندې څانګې له ټاکلی پلان سره سم خپلې دندې تر سره کوي او مهمو پروژو ته يې ډېر اهميت ور کړی چې د ککړو توکيو د خپراوی اندازې او انرژۍ سپمولو په کارونو کې برياليتوبونه تر لاسه شوي دی. سربېره پردی دوی د سلغايډ ډای اکسيدد له منځه وړلو کارونو ته په درنه سترګه

ګوري چې له امله يې د تېر کال تر پايه پوری د تيان جين د بريښنا توليدولو په څو لويو فابريکو کې د سلفايډ له منځه وړلو لپاره د اړوندو تاسيساتو درول په خپل وخت پای ته ورسيدل.

د تيان جين د ماشين ألاتو جوړولو فابريکه يوه لويه دولتی تصدۍ ده او له پلانيز اقتصاد څخه بازاری اقتصاد ته د اړولو په ترڅ کې يې زياتې ستونزې رامنځته شوي دي. له ٢٠٠٣ کال مخکی دغه تصدۍ په اقتصادی ستونزې کې پاتی و، خو له اصلاحاتو وروسته يې حالت ښه شوی دی. د دغې فابريکې مشر ځونګ باو چوان وويل  د اوبو کارونې په برخه کې د بدن پر مينځلو او څښاک اوبو برته زمونږ فابريکه د باران او تر ځمکو لاندی اوبو څخه ګټه اخلي.پخوا د ډوډۍ پخولو لپاره زيات سکاره کارول کيدل، خو زمونږ د فابريکې له اصلاحاتو وروسته د ککړو توکيو د خپراوی اندازه او د فابريکې لګښت کم شوی دی.ځکه چې د ډوډۍ پخولو او نورو کارونو لپاره د توليدی چارو په ترڅ کې رامنځته شوې اضافی بخارونه اسعماليږي.

ښاغلی ځونګ وويل د لومړی شمېرنې له مخې دغې فابريکې د اوبو سپمولو او بياکارونې له بهير څخه زياتې ګټې تر لاسه کړې چې له امله يې تکنالوژۍ اختراع شوې او د کارکوونکيو عايدات زيات شوی دی.

زمونږ خبريال په تيان جين ښار کې د ککړو اوبو پاکولو په تر ټولو لويه فابريکه کې د اوبو پاکولو بهير ليدلی دی چې دغه فابريکه د تيان جين د چوانګ اي د چاپيريال ساتنې له شرکت سره تړاو لري. د دغه شرکت عمومی مدير ګوو چی فنګ وويل په وروستيو دوو کلونو کې دغه ښار د اوبو پاکولو د تکنالوژۍ د کارونې په برخه کې پرمختګ کړی چې له امله يې لازياتې ګټې تر لاسه شوې دي.

 هغه وويل د تکنالوژۍ د پرمختګ له پلوه زمونږ کاريدونکې تکنالوژی د هېواد د چاپيريال ساتنې له اړوندو غوښتنو سره سمون لري او زمونږ فابريکه په بنسټيزه توګه د تيان جين ښار د ککړو اوبو د پاکولو دنده پر غاړه لري.

د دغه ښار د چاپيريال ساتنې اړوندې څانګې د هوا کيفيت د تامين لپاره د أسمان په نامه د پلان پلی کولو په ترڅ کې د بريښنا توليد له ټولو فابريکو څخه غوښتنه کړې چې د تکنالوژۍ اختراعاتو له لاری د سلفايډ دای اکسيدد خپراوی اندزه کمه کړي.

د تيان جين ښاروالی يو چارواکی زمونږ خبريال ته وويل حکومت د ککړو توکيو د خپراوی اندازې کمولو او د ايکولوژيکی ښار أبادۍ ته ډېر ارزښت ور کوي چې له امله به يې د دغه ښار اقتصاد په سالمه توګه نور پرمختګ هم وکړي.