<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-10 17:39:48    
د شينجيانګ د کاشفو سياح او غره ګرځيدونکی وانګ تې نان

cri

 ښاغلی وانګ تې نان د چين د ويغوری قوم د راډيو او تلويزون پوهنتون يو لوړ پوړی انجنير دی او د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزې په لومړيو کلونو کی يې د غره ګرځيدنې او له صحرا څخه د تيريدو په پلټونکو فعاليتونو پيل وکړ٠د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته هغه دروپيژنو٠

ښاغلی وانګ تې نان تکړه بدن لری او ونه يې لوړه ده ٠ څرنګه چې د اوږدې مودې لپاره د لمر وړانګو لاندی ګرځيدلی، نو له امله يې د ده پوستکی تور ښکاری٠ وانګ تې نان د دوه کلنۍ په وخت کی له خپل پلار او مور سره شينجيانګ ته راغی او د کوچنيتوب په موده کی يو ناارام او شوخ هلک و چې کله نا کله د مرغانو له ځالو څخه د هګيو اخيستلو لپاره ونو ته پورته کيده او د کب نيولو لپاره له لويو هلکانو سره يو ځای اوبو ته ټوپ واهه ٠ په ١٩٧٥ کال کی هغه له منځنی ښوونځی څخه له فارغيدو وروسته د تيان شان غره په ختيځه سيمه کی د ځنګلدارۍ په چارو بوخت و ٠ په ژوره غرنی سيمه کی د ونو پريکول د ستړتيا او خطر له امله يو ډول داسی کار و چې د نورو کارکوونکو نه خوښيد٠ خو وانګ تې نان ډيره مينه ورسره درلوده٠ هغه وويل :

 دا چې پر ملا مې يو رسی تړله ، پر اوږه مې يو تبر تکيه کاوه ، په يوازنی توګه په ژورو واورو کی غره ته ختم او په أرامه توګه مې د غوړنځيو ځنګلونو شورماشور اوريدل ، ډير ښه احساس مې کاوه او لا تراوسه مې هم نه دی هير شوی٠

په ١٩٨٩ کال کی وانګ تې نان لومړی ځل اکتشافی سيلانی ترسره کړه چې د يوې هغې ساده کيږد ۍ په وړلو سره چې پخپله يې جوړه کړې وه، د تيان شان غرونو ته ننووت ، د تکلاماغان له صحرا څخه په تيريدو سره د روبو جهيل نامسکونې سيمې ته ورسيد او په پای کی په بريالی توګه بيرته خپل کلی ته ستون شو ٠

وانګ تې نان په ١٩٩٧ کال کی د شينجيانګ د بوګتا غرنې څوکې ته د ختلو لپاره کوششونه وکړل ، خو ناکام شو او حتی نژدی و چې د لويدو له امله مړ شي٠ په ١٩٩٨ کال کی هغه له څو ملګرو سره يو ځل بيا دغې څوکې ته وګرځيد او بريالی شو ٠ ده د دغې ختنې د يادولو په وخت کی وويل :

په هغه وخت کی زمونږ تجيهزات ښه نه وو چې حتی په غره کې د ګرځيدو ښه بوټان مو هم نه درلودل او نور زيات تجيهزات مو پخپله جوړ کړی و٠ نو تجربه لرونکو غره ګرځيدونکو مونږ ته خبرداری راکړ چې د بوګدا څوکې ته مه خيژۍ ، ځکه چې دغې څوکې ته د ختلو لار ډيره خطرناکه ده٠ خو مونږ په خپلې ټينګې ارادې سره د ډله ايز ځواک په اتکا څوکې ته وختلو ٠ ٌ

د ٢٠٠١ کال په اګيست کی ښاغلی وانګ تې نان د شارت په نامه د يوې لرغونی لار په اوږدو کی د ليری واټن مارش ترسره کړ٠ د شارت دره چې د تيان شان د غرنی لړۍ په منځنی برخه کی پرته ده ، د وريښمو د لرغونی لار يوه ډيره خطرناکه برخه وه٠ په دغه اوږد مارش کی د هغه يو ډير ښه ملګری په سيلاو کی مړ شو او د اوږد مارش ډلې ټول غړي د مزارټ د طبيعی يخچال د خراب چاپيريال له امله نژدی و چې له دنيا سره خدای پامانی وکړی ٠ وانګ تې نان وويل:

 له هغې پيښې څخه څرګنده شوې چې د انسانانو ژوند د طبيعت په وړاندی ډير ضعيف دی٠ ښايی چې د کشفونکو د هرې سيلانی په وخت کی مرګ او ژوبله رامنځ ته شی، خو مونږ بايد د مرګ له لاری خپله زړه ورتيا ثابته نه کړو، بلکې بايد د زړه ورتيا له لار پر مرګ بری ومومو٠ٌ

له څه دپاسه لسو کلونو راهيسی، وانګ تې نان د اکتشافی سيلانی لپاره څو ځله له خپلو ملګرو سره يو ځای د تاکلاماغان له صحرا څخه تير شوی او زياتو لوړو غرنيو څوکيو ته ختلی چې په شينجيانګ کې يې د غره ګرځيدنې او د اکتشافی سيلانۍ زياتې ډيرې ستونزمنې لارې يې پرانيستي او د خپلو تجربو له مخی يې د ( په چين کی پلی کيدل ) ، ( د چين د غره ګرځيدنې لارښوونه ) او ( د چين د اکتشافی سيلانۍ لارښوونه ) په نومونو دری کتابونه يې ليکلی دي٠ د وروموچۍ د غره ګرځيدنې او اکتشافی سيلانی ټولنې سرمنشی جانګ ياو دونګ وويل :

  اصلأ ښاغلی وانګ تې نان أرام او نيکمرغه ژوند لری، خو خپل ټول فارغ وختونه يې د غره ګرځيدنې او اکتشافی سيلانی په فعاليتونو کی لګولي دي، هغه هر کال نوی اکتشافی برياليتوبونه ترلاسه کولای شی٠ مونږ په اوسنی ټولنيز چاپيريال کی لا هم د ده په شان زورورې ، نه ستومانه کيدونکی او نه وېريدونکې روحيې ته اړتيا لرو ترڅو زياتې ستونزې ليری کړو٠ د ده دغه روحيه ډيره قيمتی ده ٠ ٌ

ګرانو دوستانو ، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د غره ګرځيدونکی او اکتشافی سياح وانګ تې نان په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې وانګ تې نان د اکتشافی سيلانی په هکله د خپلو تجربو له مخی کوم دری کتابونه ليکلی دی ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړئ ! ستاسی د برياليتوب په هيله ! سوکالی اوسئ !