<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-10 18:17:33    
د چين ملي تياتر

cri

د چين ملی تياتر د فرانسې د مهندس پاول اندرو له خوا طرح شوی دی. دغه تياتر د بېجينګ ښار په مرکز کې د تيان أن من ډګر په لوېديځ کې پروت او د خلکو له تياتر سره ګونډی دی. په ٢٠٠١ کال د دغه تياتر د جوړونې له پيل راهيسی يې د ټولنې له بېلا بېلو ساحو څخه پاملرنې راجلب کړي دي. د دغه تياتر پرخوالی يو لک او اتلس زره او نهه سوه مربع متره او د ودانيو پراخوالی يې يو لک او پنځه شپېته مربع متره دي.

د چين ملی تياتر د اوپيرا،موسيقۍ او ډرامو له دريو ډګرونو څخه جوړېږي چې پنځه زره او څلور سره چوکي پکې موجودي دي. د اوپير او موسيقی ډګرونه د ډېرې پرمختللی تکنولوژۍ له لارې طرح شوی او د ډرامو ډګر له ګڼ شمېر چيني دوديزو ځانګړتياوو څخه ډک دی.

د دغه تياتر جوړونکو، د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو د ډګرونو جوړونکو او په بېلا بېلو ساحو کې غوره کارکوونکو د لومړيو نندارچيانو په توګه دغه ننداره کتلي ده. د دغه تياتر يو جوړونکی ليو شيو وويل

د دغه تياتر د بشپړې جوړونې په بهير کې مو ګډون کړی دی. نو داسی ويل کېږي چې په دغه تياتر کې زمونږ د ساختمانيو کارکوونکيو زياتې هڅې شمېلېږي. نن ډېر بختوريو چې د لومړيو نندارچيانو په توګه په دغه تياتر کې له نندارې څخه خوند اخيستی دی.

يوه بله نندارچي مېرمن ليو جيون مين چې د دغه تياتر له جوړونې مخکې دلته اوسېدلی، په همدی ورځ هم په بلنې سره ملی تياتر ته راغلی . دې وويل

نن بايد له دغه تياتر څخه ليدنه وکړم. ځکه دلته مې د شلو کلونو لپاره اوسېدلی او له دغه ځای سره ډېره مينه لرم

د چين د ملی تياتر د پرانيستنې لپاره به د روان کال په پای کې يو لړ نندارې نندارچيانو ته وړاندی شي.د روسيې، امريکا، فرانسې او ايتاليا په ګډون د لسو هېوادونو او سيمو هنرمندان به د دوی غوره پروګرامونه وړاندي کړي.

د دغه تياتر مرستيال ښاغلی دن يي جيانګ وويل د چين ملی تياتر هڅې کوي چې په راتلونکی کې به د چين د نندارې هنر او له بهرنيو هېوادونو سره د کلتوري راکړې

ورکړې په تر ټولو لوی او ښه ډګر بدل شي. ده وويل

موږ غواړو چې د نړيوالو غوره کلتورونو ترمنځ د متقابلې پېژندنې، زده کړې او يو ځای کېدو ته يو ښه ډګر برابر او د نړۍ ټولو کلاسيکو نندارو ته يوه لويه دروازه پرانيستل کړو. موږ به په نړۍ کې مشهورو هنري ډلو او هنرمندانو ته بلنې ورکړو چې په دغه تياتر کې خپل ننداري هنر نړۍ ته خپور کړي.