د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان پوليسو د دسمبر په لسمه نېټه د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره جګړه وکړه چې په ترڅ کې يې پنځلس تنه وسله وال طالبان وژلي دي.
د سنګين ولسوالۍ د پوليسو ادارې مشر وويل په همدې ورځ سهار وختی وسله والو طالبانو د دغې سيمې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ چې د جګړې په ترڅ کې پوليسو پنځلس تنه وسله وال طالبان وژلي او دوولس تنه نور يې ټپيان کړي دي.
د طالبانو وياند قاری يوسف احمدی خبريالانو ته وويل وسله والو طالبانو په همدې ورځ د سنګين ولسوالۍ د پوليسو څلور پوستې نيولې او پوليسو ته يې زياته مرګ ژوبله اړولې ده.