<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-11 20:30:52    
په چنګ دو ښار کې د جاپان سپين سری داوطلبه ساکاماتو شيزوکو

cri

ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم! زه غوټۍ يم او د ښځې او ټولنې نننۍ کړۍ ته مو هرکلی کوم. په چين کې د اصلاحاتو او ورځلاصون د تګلارې له پلی کولو راهيسي، لا زيات بهرنيان په چين کې زده کړه، کار او ژوند کوي. په سر کې زياتره بهرنيان د چين د جنوب ختيځ په سمندری ښارونو کې اوسيدل، خو اوس د چين په لويديځو ښارونو کې هم زيات بهرنيان شته. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په چنګ دو ښار کې د جاپان د سپين سرې داوطلبې ساکاماتو شيزوکو په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم. په چنګ دو ښار کې د چين او جاپان ترمنځد دوستۍ په ټولنې کې د جاپانی ژبی يو ښوونځی شته. د هرې اوونۍ په پای کې د هغو وګړيو لپاره چې غواړی په جاپانی ژبی زده کړه وکړي او د جاپان په اړه معلومات تر لاسه کړي په دغه ښوونځی کې بېلا بېل فعاليتونه تر سره کيږي څو چې له دې لارې دوی د جاپان دودونه او کلتور وپيژني.

مېرمن شاکاماتو شيزوکو چې په چنګ دو ښار کې اوسيږي ، له ٢٠٠٤ کال څخه په دغه ښوونځی کې د جاپانی ژبی د ښوونکې په توګه کار کوی . کله چې مېرمن شيزوکو په ١٩٨٨ کال کې د سيلانی په موخه د لومړی ځل لپاره چنګ دو ښار ته ورسيده ، په يوه مغازه کې له لی هوی چون سره مخامخ شوه. د شيزوکو په اند، د لی هوی چون خندا ډېره زړه وړونکې ده، نو عکسونه يې ورسره واخيستل او ژمنه يی وکړه چې د فلم تر مينځلو وروسته عسکونه ورته کړي. خو کله چې مېرمن سيزوکو

بېرته جاپان ته ستنه شوه، و يې موندل چې فلم خراب شو. نو مېرمن شيزوکو لی هوی چون ته د نښنی يو ليک وروليږه. دی وويل

په هغه وخت کی مې چينی ژبه نه وه زده ، نو په جاپانی ژبه می ليک وليکه او هيله مې درلوده چې د نورو کسانو په مرسته دغه ليک ترجمه شی. يوه مياشت وروسته می د لي هوی چون ځوابی ليک تر لاسه کړ چې په کی زما د نوم په اړه يو مهر هم پکې و . ډېره خوشحاله وم.

له دې وروسته شيزوکو او لی هوی چون ښه دوستان شول. په ١٩٩٢ کال کې شيزوکو د دوهم ځل لپاره چنګ دو ته سفر وکړ او هيله يی درلوده چې په چنګ دو کی اوسيږي. بالاخره په ١٩٩٧ کال کې يې په چنګ دو کې د کار فرصت تر لاسه کړ. دا د خپل دوست په بلنه د سيلانی په يو شرکت کې د يوې سلاکارې په توګه وګمارل شوه. له دې وروسته په يو کال کې يې په چنګ دو کې اوسيده او له چنګ دو ښار سره يې مينه نوره زياته شوه او و يی غوښتل چې په دغه ښار کې دايمی ژوند وکړي. خو د يو شمير لاملونو له امله، مېرمن شيزوکو بيرته جاپان ته ولاړه. چنګ دو ته د بيا راتګ لپاره مېرمن شيزوکو د چينی ژبی په زده کړې پيل وکړ او په پای کې يی د جاپانی ژبی د ښوونکې په توګه تصديقليک تر لاسه کړ.

په ٢٠٠٤ کال کې مېرمن شيزوکو په چنګ دو کې د دايمی ژوند فرصت هم تر لاسه کړ چې په ياد شوی ښوونځی کې د ښوونکی په توکه کار کوي. خو دغه کار هيڅ عايدات نه لري، ځکه چې مېرمن شيزوکو د يوې داوطلبې په توګه چين ته راغلی ده. په هغه وخت کې لی هوی چون شيزوکو ته بلنه ورکړه چې په د ده په کور کې واوسيږي.

لس هوی چون وويل: موږ ډېر خوشحاله يوو چې ميرمن شيزوکو زموږ په کورکې اوسيږي. موږ يو پر بل باور لرو. زموږ په اند، شيزوکو زموږ يوه خپلوانه ده.

له ٢٠٠٤ کال څخه تر اوسه مېرمن شيزوکو په چنګ دو کې دری کاله ژوند کړی دی. دې وويل: په چنګ دو کې لوي بدلونونه رامنځته شويدي چې لويې ودانۍ، ګړندي موټرونه او هوايي پلونه ډير دي . په تېرو څو کلونو کې د جاپان هيروشيما ښار لوی بدلون نه دی کړی ، خو د چنګ دو ښار بدلون ډېر پراخ دی. پخوا چنګ دو يوې علاقه دارۍ ته ورته و ، خو اوس په نړيوال لوی ښار بدل شو. د چين اقتصاد چټک پرمختګ کړی دی چې دا د چن دو د بدلونونو عمده لامل دی .

که څه هم مېرمن شيزوکو له چنګ دو سره ډېره مينه لري، خو د خپل عمر د زياتېدو سره سم به خامخا د اقتصاد او روغتيا له ستونزو سره مخامخ وي. نو ښايی چې په راتلونکی کال کې بېرته جاپان ته ولاړه شي.