<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-11 15:50:14    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونکی نوم اند جو ګوو يون

cri

څو ورځې دمخه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونکی نوم اندانو د کانديانو ټولټاکنې پای ته رسيدلی چې د مشال وړونکو يولس زره او پنځه سوه او څلور ديرش تنه نوم اندان پکې وټاکل شول .

د روان کال د دسمبر په لومړی نېټه کله چې ښاغلي جو ګوو يون د مرغانو د ځالې په نامه د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو مرکزي لوبغالی د جوړولو په پروژه کې کار کاوه، د خپل خپلوانو د مبارکۍ ټليفونونه يی تر لاسه کړل. جو ګوو يون په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د مشال د ليږدونکی نوم اند په توګه ټاکل شوی دی.

جو ګوو يون خبريالانو ته وويل: يوه مياشت مخکې يی د مشال ليږدونکی د نوم اندانو د ټولټاکنو په اړه معلومات تر لاسه کړ. هغه بزګران چې په ښارونو کې کار کوی هم په کې د ګډون فرصت لري. پخوا د جو ګوو يون په اند، د مشال ليږدونکی بايد د يوا مينګ او ليو شيانګ په شان د مشهور لوبغاړي وی، خو هغه فکر نه کړی چې پخپله به د مشال ليږدونکی نوم اند په توګه وټاکل شس.

ښاغلي جو د چين د هه نان ولايت د ګاو پينګ علاقه داری د جو تان په کلی کې زيږېدلی او له شلو کلونو راهيسي تل په بېجينګ کې تعميراتی کار کوي. له ٢٠٠٣ کال څخه ښاغلي جو د بېجينګ د اولمپيک لوبو د لوبغالو په جوړولو کې په ګډون لری چې په عمده توګه د مرغانو د ځالې په نامه د چين د مرکزي سټېډيوم او د دولتی جمنازيوم او د اولمپيک کلی په پروژو کې يی ګډون کړی. اوس د دولتی

جمنازيوم پروژه پای ته رسيدلی ده او د نيکمرغه بېجينګ په نامه سيالی په کې ترسره کيږي. دغه راز د اولمپيک کلی او د مرکزي سټېډيوم پروژې هم روانې دی.

ښاغلي جو ګوو يون وويل: هغه ډېر وياړ دی، ځکه چې هغه د مشال د ليږدونکی نوم اند په ټولټاکنو او د مرکزي سټېډيوم د جوړولو په پروژې کې د ګډون فرصت لري.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې د مشال د لېږدولو مرکز د خبر له مخې: جو ګوو يون چې عمر يی دری څلويښت کاله دی، په ١٩٨٤ کال کې د کار لپاره بېجينګ ته راغلی. ښاغلي جو د يو عام کارکوونکی په توګه تر خپلی وسی پورې خپلې تجربی او تکنولوژی پياوړی کړي او د خپلې ټينګې ارادې او کوښښونو له لارې په يو غوره کارکوونکی بدل شوی چې د بېجينګ په تعميراتی ساحه کې پوره حيثيت تر لاسه کړ. په تېرو شلو کلونو کې جو ګوو يون په جلا جلا توګه د چين د زريزی څلی، ملی تيار او د اولمپيک لوبو د مرکزي سټيډيوم په ګډون په يو سل او شپيتو مهمو پروژو کې لازم خدمتونه تر سره کړيدي.

له ٢٠٠٣ کال راهيسي، جو ګوو يون پخپل نوم يوه تمعيراتی ډله جوړ کړه او دغې ډلې په بېلا بېلو تمعيراتی سياليو کې يې تل لومړی جايزې تر لاسه کړي. نو اړوندو کارپوهانو څو څو ځله د دوی د برياليتوب ستاينه وکړه.

په تېرو څو کلونو کې جو ګوو يون په جلاجلا توګه د چين د غوره کارکوونکی او د اولمپيک لوبو په پروژو کې د غوره کارکوونکی وياړونه تر لاسه کړل.