د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان رسمی ټليويزيون د دسمبر په يوولسمه نېټه خبر ورکړ چې دغه هېواد په همدې ورځ په بريالۍ توګه د هاتف اووه ډوله يو کرويس توغندی وتوغاوه چې د ويشتلو واټن يې اوه سوه کيلومتره دی.
د خبر له مخې، دغه ډول توغندی له اوبتل او جنګی الوتکې څخه توغول کېدای شي. د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او سرپرست لومړي وزير محمد ميان سومرو په همدې ورځ اړوندو څېړونکو ته مبارکی وويله.