<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-11 19:27:01    
د شين لی کلی د خلکو نيکمرغه ژوند

cri

د چين په شمال لويديځ د جی لين ولايت په جيو تای ښار کې د شين لی په نامه د کوريايې قوم يو کلی شته .دغه کلي ته د ننوتلو په ترڅ کې وليدل شول چې سميټي سړک پاک او ودانی يی قطار په قطار ولاړ وې.

د شين لی کليوال کله نا کله خپل ښه ژوند يادوي. ښوښتنه دا ده چې دغه کلی له کومې لارې شتمن شول؟ ٠ځواب يې په بهرنيو ځايونو کې مزدوری کول دی.د دغه کلی مسئول پو ده سنګ وويل اوس زمونږ په کلی کې ٤٨٩ کورنۍ شته چې نفوس مو ١٨٠٠ تنو ته رسيږي. د تېرۍ پيړۍ له اوومې لسيزې راهيسی ځينو کسانو د کوريا په جمهوريت کې د خپلو خپلوانو په مرسته په هېواد کې مزدوری وکړه ، له ١٩٩٧ کال وروسته هېواد ته د تلونکيو کسانو شمېر زيات شوی چې دغه اندازه زمونږ د کلی د عمومی نفوس په سلو کې ٧٠ برخه نيولې ده. په کوريا جمهوريت کې د مزدوری له لاری تر لاسه شوې پيسی خپلو کورنيو ته سپارل شوې دي. په همدی وخت کې په ټاټوبی کې پاتی شويو کسانو په کرنه او د کورنيو مرغانو په روزلو لاس پوری کړي چې له امله يې ټولې کورنۍ شتمنۍ شوی دی. د دغه کلی بل مشر جانګ يوو چانګ وويل کليوالو وګړيو هغه کرهڼيزې توکي کرلي چې اقتصادی ګټې يې زياتې دي او د کورنيو مرغانو د روزلو په برخه کې يې د جين دينګ په نامه هيلۍ روزلي چې په څلورو فصلونو کې هګۍ اچوي.

د دغو وګړيو له خوا د شتمنۍ د تر لاسه کولو له امله د دوی د ژوند شريطو او چاپيريال ښه

شوی دی. د بزګر جين فونګ جو په کور کې خبريال وليدل چې که څه هم ودانۍ يی د کوريا يی قوم دوديز بڼه لري، خو تجهيزات يی نه يوازی عصری دی بلکی د چاپيريال ساتنې لپاره ګټور دی.اوس په دغه کلی کې ډېرو بزګرانو د تليفونونو، تلويزيونونه او موترسيکلونو څخه ګټه اخيستې ده. په وروستيو کلونو کې ګڼ شمېر کليوالو وګړيو هم کمپيوټرونه اخيستی دي. له دی امله چې بزګر جاو ايون لونګ د لياو نينګ په پوهنتون کې د دوو کلونو لپاره د کمپيوټر زده کړه کړې، نو زياتو کليوالو وګړيو د ده په ملګرتيا کمپيوټرونه هم اخيستی دی. ښاغلی جاو وويل د ١٩٩٧ کال له پيل څخه مې د کليوالو لپاره څلويښت يا پنځوس کمپيوټرونه اخيستی چې د انټرنټ له شبکې سره هم تړل شوی دي.

اوس د ژوند د شريطو د ښه والی له امله په دغه کلی کې کلتوری ژوند هم ښه شوی دی. د مرکې په موده کې زمونږ خبريال د دغه کلی د زړو کسانو د هغې ټولنې له خوا جوړ شوی هنری نمايش وکوت چې شل کاله مخکې جوړه شوې او د غړيو شمېر يې دوه سوو تنو ته رسيدلی دی. د دغې ټولنې د جوړونې په هکله مشر اين ګوانګ هاو وويل له دی امله چې زموږ په کلی کې زيات ځوانان د مزدوری لپاره بهر ته تللی دی، نو د پاتی شويو زړو وګړيو ژوند زمونږ د کلی د مسئولينو له خوا د پاملرنې وړ مسئله ده، دغه حالت د پاملرنې له امله نوموی ټولنه رامنځته شوه.

زمونږ خبريال د زړو کسانو د کلتوری مرکز په ديوال باندی د ٢٠٠٧ کال د دغې ټولنې د فعاليتونو په اړه پلان وکتوت. سپينږيری ليو فنګ سن خبريال ته وويل زاړه کسان د دغې ټولنې د فعاليتونو هر کلی کوي.

اوس په دغه کلی کې وګړيو ژوند ورځ په ورځ ښه کيږي .