<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-12 19:17:46    
د سبو ناروغيو ډاکتر جانګ ين شيان

cri

ښاغلي جانګ ين شيان د سبو ناروغيو د درملنې په هکله ډيرې تجربې لری چې دده د کوششونو له برکته زيات شمير بزګران شتمن شويدي.

استاذ جانګ ، وګوره چې زما لخوا کرل شوي مرچ په کومه ناروغۍ اخته دی ؟

ستاسی مرچ د کليسم د کمښت په ناروغۍ اخته دي.

په کوم درمل جوړيدای شی؟

زه به ستاسو لپاره ځانګړی درمل جوړ کړم .

پنځه ديرش کلن جانګ د شان دونګ ولايت د شو ګوانګ ښار په يو کلي کې زيږيدلی او په کوچنيتوب کې يی پلار مړ شو ، نو کورنۍ يې ډيره بی وزلۍ وه او هر کال يې د حکومت مرسته منله . د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزې په پای کې په شو ګوانګ ښار کې د ژمي په موسم کې د سبو کرلو تاريخ پای ته ورسيد او په پلاستيکي فارمونو کې د سبو په کرلو پيل وشو چې په پايله کې يي بزګران شتمن شويدي. په همدې مهال جانګ ين شيان هم د سبو کرلو په ازموينه لاس پورې کړ او په لومړي کال کې د حشراتو له مخې دده په پلاستيکي فارم کې کرل شوي ټول سره بانجان مړاوی شوي وو . له دې نه وروسته ښاغلي جانګ د سبو کرلو د تکنولوژۍ په څيړنې پيل وکړ. ده وويل د سبو کرنه ساده کار نه دی او تکنولوژۍ ته اړتيا لری . نو د نبات پيژندنې په اړه می ډير کتابونه ولوستل او د سبو کرلو د تکنولوژۍ مطالعه مې وکړه . په دوهم کال کې ښاغلي جانګ په دوو پلاستيکي فارمونوکې رومی بانجاڼ وکرل او ښه حاصل يې تر لاسه کړ چې تر هغه ووسته يې کورنۍ شتمن شوې ده او ددې ترڅنګ د سبو ناروغيو د تشخيص او درملنې ښې تکنولوژۍ په درلودلوسره د ځايی حکومت

لخوا د کرنيز کارپوه په توګه ونومول شو .

که څه هم د تيرې پيړۍ د نهمې لسيزې په منځنيو کلونو کې په پلاستيکيو فارمونو کې د سبو کرلو تکنولوژی د هيواد بيلابيلو ولايتونو ته خپره شوې ده ، خو د سبو ناروغيو د مخنيوي او درملنې تکنولوژی نسبتأ کمزورې وه . په دوه زره او دوهم کال کې ښاغلي جانګ د سبو ناروغيو د درملنې کلينيک جوړ کړ . بزګر فو شيو ليان خبريال ته وويل د ډاکتر جانګ کلينيک زموږ لپاره مساعده زمينه برابروی. هر کله چې په پلاستيکي فارم کې د سبو ناروغی پيداکيږي، ډاکتر جانګ پر وخت راځي . دده د کوششونو له برکته زموږ د سبزيو توليدي اندازه زياتيږي او ګټې مو هم لوړيږي.

په دوه زره او څلورم کال کې په شو ګوانګ ښار کې د سبزيو ناروغيو د مخنيوي او درملنې ټولنه جوړه شوه او ښاغلي جانګ ددې ټولنې د مشر په توګه وټاکل شو. په دوه زره او پنځم کال کې ښاغلي جانګ د ولايت د کرنې ادارې لخوا د برابر شويو يو لک يوانو په وسيلې کمپيوترونه ، ويوديو او ميکروسکوپ واخيستل او د سبزبو ناروغيو د درملنې په هکله يې د ليري کنترول سيستم جوړ کړ چې له امله يې د ټول هيواد د سبزيو بزګرانو لپاره د ډاکتر دنده په غاړه اخيستې ده ـ

سپين سرې لي فون شيان چې اته پنځوس کلنه ده او د شمال ختيځ چين په ليان نين ولايت کې اوسيږی ، کله نا کله په انترنيټ کې له ډاکتر څخه د سبزيو ناروغيو د درملنې په هکله پوښتنې کوي چې په پايله کې يې په دې برخه کې په کلي کي مشهوره شوه ، خو د شکمنو ناروغيو د درملنې لپاره لا هم بايد په ليري ځاي کې له

ډاکتر جانګ څخه پوښتنه وکړي . دې وويل دوه کاله کيږي چې د انترنيټ له لارې

مې د سبزيو ناروغيو تشخيص کړی دی. د هرې هغې ناروغۍ د درملنې توان چې و نه لرم ، له ښاغلي جانګ څخه د درملنې لارې چارې لاس ته اوږدوم ، نو ډيره مننه ورڅخه کوم .

له وروستيو کلونو راهيسې د شان دونګ ولايت کليوال پرمختګ ، کرنيزو چارو او دفني کارکوونو روزنې ته ډيره پاملرنه کړې ده . د ښاغلي جانګ په شان يو شمير کليوال کارپوهان د ولايت د کرنيزو چارو د سلاکارانو په توګه ټاکل شوی دی . ښاغلي جانګ وويل ساينس او تکنولوژۍ د بزګرانو د شتمنۍ ښه لار ده ، هيله من يم چې د بزګرانو لپاره ښه خدمتونه ترسره کړم .