<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-12 19:45:40    
په هستوګنو سيمو کې د نابالغو کسانو د ساتنې فعاليتونه پيل شول

cri

په ٢٠٠٧ کال کې د چين ځوانانو او ماشومانو ته د قوانينو په اړه تبليغاتی اوونۍ په ترڅ کې په هستوګنو سيمو کې د نابالغو کسانو د ساتنې فعاليتونه څو ورځې مخکې په بيجينګ کې پيل شول. دغه فعاليتونه د چين د ځوانانو د کمونستی ټولنې د مرکزی کميټی، د عداليی وزارت او د قوانينو خپرولو دفتر له خوا تر سره شوی دی . دغه فعاليتونه ځوانانو او ماشومانو ته د قوانينو خپرولو په موخه په انټرنيټ کې د څلورمی معلوماتی سيالۍ يوه برخه ده.

په هستوګنو سيمو کې زيات فعاليتونه تر سره شول، د بيلګی په توګه ځوانانو او ماشومانو تقليدی محکمې جوې شوې، د قوانينو په اړه معلوماتی سيالي تر سره شوه، د قوانينو د خپرولو لپاره داوطلبانو د قوانينو په اړه معلومات ورکړل. په سل ګونو داوطلبانو د قوانينو د خپرولو په اړه د تبليغاتی کتابونو ورکولو له لاری اوسيدونکو ته د نابالغو کسانو د ساتنې قانون خپور کړ. قانونی وکيلانو د قوانينو په اړه د اوسيدونکو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل. د زده کوونکيو له خوا په جوړې شوی تقليدی محکمی کې د يو عصري قاضی د څارنې ډرامې زيات شمير نندارچيان راجلب کړی او تودې چک چکې يې تر لاسه کړې. بر سيره پر دې په سل ګونو زده کوونکيو او د هستوګنو سيمو اوسيدونکو د قوانينو خپرولو په معلوماتی سياليو کې ګډون وکړ چې ډېره شوق او مينه ورسره لري. د زده کوونکيو پلرونو او ميندو هم د نابالغو کسانو د ساتنې قانون په اړه د زده کوونکيو له خوا له جوړ شويو انځورونو

څخه ليدنه کتنه وکړه.

د دغو فعاليتونو څخه موخه د نابالغو کسانو پلرونه او ميندی په فعاله توګه د نابالغو کسانو د ساتنې قانون په هکله معلوماتو تر لاسه کولو ته اړ ايستل دي چې د ځوانانو او ماشومانو حقونه او ګټې په واقعی توګه وساتل شي.

د معلوماتو له مخې په انټرنيټ کې ځوانانو او ماشومانو ته د قوانينو د خپرولو په اړه معلوماتی سيالي د ٢٠٠٤ کال په نومبر کې پيل شوه چې څلور دورې تر سره شوي او د انټرنيټ د پاڼې لوستونکو يې هرکلی کړی. د څلورو کلونو راهيسی څه دپاسه شل مليونه د انټرنيټ پاڼې لوستونکو په دغو فعاليتونو کې ګډون کړی او د قانون خپرولو په اړه د ځوانانو او ماشومانو خوښ شوی دی.

د ٢٠٠٦ کال په پای کې د چين د لسم ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټی په پنځه ويشتمه غونډه کې د چين د ولسی جمهوريت د نابالغو کسانو د ساتنې قانون د تعديلولو مسوده تصويب شوه چې له تعديلولو وروسته دغه قانون د ٢٠٠٧ کال د جون په لومړې نيټه يعنی د ماشومانو په ورځ پلې شوه. د دغه قانون تعديل د نابالغو کسانو د ساتنې لپاره د قوانينو د نظام بشپړولو، د نابالغو کسانو د قانونی حقونو او ګټو ساتلو او په سالمه توګه د دوی د ودې لپاره قانونی ضمانت برابر کړی او له دې څخه څرګنده شوې چې د چين کمونست ګوند او حکومت نابالغو کسانو ته ډيره پاملرنه کوي.