<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-13 18:59:31    
د چينګ های جهيل د مرغانو دوه ټاپوګان

cri

ګرانو اوريدونکو ، دا دی يو ځل بيا چين ته د سفر پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه ډيوه د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کې يم. د چين په شمال لويديځ د چينګ های په ولايت کې د چينګ های جهيل د يوې قيمتې ډبرې په شان په پراخه دښته کې پروت دی. په دغه جهيل کې دوه ټاپوګان شته چې هر کال په لکونو کډوال مرغان دلته راځی ، نو د مرغانو ټاپوګان ياديږي او د سيلانۍ د يوې مهمې منظرې په توګه ګڼل کېږي.

دغه دوه ټاپوګان د چينګ های جهيل په شمال لويديځ کې پراته دي او له ټاپوګانو څخه په ډير ليرې ځايونو کې د مرغانو چغهار اوريدل کېږي. سيلانيان د مرغانو د ليدو له برج څخه ليدلی شی چې ډول ډول مرغان په هوا کې الوزي او يا د جهيل په سطح لوبی کوي.

د چين له شمال لويديځ شي ان ښار څخه راغلي سيلاني ښاغلي لي هوی وويل زما لور چې په ښار کې زيږيدلې ، ډير خوشحاله ده چې د لومړې ځل لپاره يې دومره زيات مرغان او ښکلې منظرې ليدلي دي . ده وويل زه په ځانګړې توګه له خپلې لور سره يو ځای د مرغانو ټاپوګانو ته سفر کوم. زه ور ته وايم چې د قره قاز او زاڼی په شان زيات مرغان دلته د اوږدې مودې لپاره اوسېږي. انسان بايدد چاپيريال ساتنې په ترڅ کې مرغانو ته د اوسيدو ښه زمينه برابرکړي په بله ژبه د انسان او مرغانو ترمنځ بايد همغږی ژوند تر سره شی.

د چينګ های او تبت د لوړې د يوې مهمې برخې په توګه د چينګ های جهيل د نړۍ د

اقليمي بدلون يوه حساسه سيمه ده او ايکولوژيکی سيستم يی کمزوری دی. په دغه سيمه کې د سيلانۍ چارو د پرمختګ تر څنګ بايد د چاپيريال ساتنې موضوع په فکر کې ونيول شي. د دغه ولايت د سيلانۍ چارو اداری مرستيال ښاغلي شيو هاو وويل اجازه نشته چې د سيلانۍ چارو د پرمختګ په پلمه چاپيريال ککړ شي. هغه وويل ايکولوژيکی سيلانۍ بايد د ښه ايکلوژيکی چاپيريال پر بنسټ تر سره شي. د چينګ های جهيل يوه ځانګړې ښکلې منظره ده، نو موږ هيڅکله اجازه نه ورکوو چې دغه ښکلې منظره خرابه او له منځه يوړل شي. بل خوا که چيری چاپيريال خراب شي، سختې پايلې به رامنځته شي حتی د انسانانو پر ژوند باندی به هم بدې اغيزې وکړي.

ددې لپاره چې د انسان فعاليتونه د مرغانو د اوسيدو پر چاپيريال بده اغيزه و نه کړې، د دغه جهيل د طبيعت ساتنې سيمی اداری څانګې يو لړ تدبيرونه نيولي دي. د بيلګې په توګه د مرغانو ټاپوګان د چينګ های جهيل د طبيعت ساتنې په سيمه کې ټاکل شويدي، که څه هم دغه سيمه سيلانيانو ته خلاصه شويده، خو د سيلانيانو فعاليتونه بايد محدود شي. د دغې څانګې مرستيال ښاغلي هه يو بانګ وويل سيلانيان بايد په ليري ځاي کې د دوربين په وسيلې مرغان وګوري چې د انسان او طبيعت تر منځ همغږي دا مانا نه لری چې سيلانيان بايد په نژدې ځای کې مرغان وګوري .

د چينګ های جهيل پراخوالی څلور زره او دری سوه مربع کيلومترو ته رسېږي چې په چين کې تر ټولو لوی جهيل دی چې اوبه يې مالګينې دي ، دغه راز د دغه جهيل شاوخوا ځايونو لنده سيمه لنده هم ده . د ځانګړی جيالوژيکی او اقليمی چاپيريال له امله د چينګ های جهيل هر کال له يو لک نه زيات کډوال مرغان راجلبوي. د مي او

جون په مياشتو کې په ټاپوګانو کې د مرغانو ډولونه ديرشو ته رسېږي چې منظره يې ډيره ښکلې ښکاري.

ښاغلي هه يو بانګ وويل که غواړئ چې د مرغانو په ټاپوګانو کې څه شي پاتي شئ، بايد د خپلو پښو نښې پريږدی. که څه شي يووړئ، بايد د مرغانو عکسونه له ځان سره يوسئ چې په پايله به ښکلي طبيعی منظرې وساتل شي.