
ګرانو اوريدونکو د چين د تبت د خپلواکې سيمې د مرکز لاسا ښار په شمال کې د تبتي طب او دوا درملونو په اړه د تانګ کاپه نامه د انځورونو لومړنی نندارتون د ٢٠٠٧ کال د اکتوبر په مياشت پرانستل شو٠ په دغه نندارتون کې د تبتي طب او درملونو او د ستوري پيژندنې په هکله څلوراتياقطعې ښکلي تانګ کاګانې يعني انځورونه ليدل کيږي ، د پروګرام په ننني کړۍ کې به مونږ تاسو ته د دغو تانګ کاګانو په اړه معلومات وړاندې کړو ٠
تانګ کا يوه تبتي کلمه ده او د تبتي قوم يو ډول ځانګړي رنګين انځوردی ٠، د تبتي تانګ کا په نامه انځورونه عمومأ پر پنبه يې او وريښمينو ټوکرونو باندې کښل او يا ګلدوزي کيږي ،په نندارتون کې د ښودل شوي تانګ کا هرانځور يو متر اوږدوالی او صفر اعشاريه اته متر پلنوالی لري ، د معلوماتو له مخې تانګ کا د يو زر او څلور سوه کلونو مخکې د تبت د سونزانګانبو په دوره کې رامنځته شوې او د تبت تاريخ،کلتوراورسم رواجونه پکې ليدل کيږي٠ د لاسا د تبتي طب او دوادرملونو په اړه د تانګ کاګانو په نندارتون کې ښودل شوي تانګ کا يا انځورونه د پخواني تبتي طب د مجموعي کتاب لپاره کښل او ګلدوزي شوي رنګين انځورونه دي ،دغه تانګ کاګانې په پخوانيو وختونو کې د طبي ښوونې لپاره ډېرژوندی او نمونوي تدريسي مواد و، د تبتي طب او درمل پوه ښاغلي جان دوي زمونږ خبريال ته وويل تانګ کا انځورونه په پوره توګه د تبتي طب د مجموعي کتاب د محتوياتو سره سم کښل شوي وو ، د تبتي طب مجموعي کتاب يوازي په خطونو ليکل شوی دی ، خو د تبتي طب او درملونو پر تانګ کاګانو هم ليکنه او هم انځورونه لوستل او ليدل کيږي ،
د چين د کورنيو او بهرنيو طبي پوهانو په أند دغه تانګ کا ډېر اوږد تاريخ درلود او يو ډول طبي تدريسي انځورونه وو چې تر اوسه پوري هم په ښه ډول ساتل او ورڅخه کار اخيستل شوی دی ٠
د تبتي طب او درملونو مجموعي کتاب په اتمه پيړۍ کې تاليف شوی و ، له دوولسمې پيړۍ څخه تر اوولسمې پيړۍ پوري دنسل په نسل مشهورو تبتي ډاکترانو په وار سره له دغه مجموعي کتاب سره تړلي اتيا انځورونه کښل چې په پايله کې يې د تبتي طب د زده کړو لپاره يو ډېر ښه تدريسي مواد ګرځيدلی او د چين په تبت ، چينګ های ، ګان سو او يون نان ولايتو او سيمو کې خپورشوی دی ٠
د تبتي طب او درملونو د انستيتوت کارپوه څيتانجيمي وويل د تبتي طب او درملونو په اړه اتيا قطعې تانګ کاپه اوولسمه پيړۍ کې د تبتي طبي پوه ديس جانجيجاچو لخوا د پخوانيو تانګ کا پر بنسټ جوړشوي وو ،هغه وويل
د جانجيجاڅو مخکې د تبتي طب او درملونو په اړه مختلف تانګ کاګانې موجودې وې، د ديس جانجيجاڅو لخوا د دغو تانګ کا تر ترميم ، اضافه او بشپړيدو وروسته پوره تانګ کا جوړې شوې ٠
ديس جانجيجاڅو د تبت پنځم دالای لاما واکمن و او يو مشهور تبتي طبي پوه هم و ، د ده په مشرۍ د تبت مشهورو نقاشانو د پخوانيو تانګ کا
ګانو پر بنسټ په ١٦٨٨ کال کې بشپړې تانګ کاګانې وکښلې ،څيتانجيومې وويل د دغو تانګ کاګانو له کښلو وروسته ديس جانجيجاڅوددې احساس وکړ چې دغه تانګ کاګانې بشپړې نه وې، نوله همدغو نقاشانو سره يې يو ځای په ١٧٠٣ کال کې نهه اويا قطعي تانګ کاګانې بيا وکښلې، ورپسې په ١٩٢٣ کال کې د مشهور تبتي طبي
پوه چينژاونوربو لخوا د تبت د مشهورو طبي پوهانو په نامه يو انځور وکيښ ، دا انځور د پخوانيو نهه اوياانځورونو سره يوځای اتيا قطعي تبتي طبي تانګ کاګانې رامنځته شوې دي ٠ ٠
دغه بشپړې تبتي طبي تانګ کاګانې ډېرې ښکلي ښکاري او محتويات يې زيات وو چې امبريالوجي،اناتومي او د ناروغيو د وقايې په شمول بنسټيز تبتي طبي معلومات پکې شامل وو ، اوس دغې تانګ کاګانې د تبت په موزيم او تبتي روغتون کې ساتل سوي چې د زده کړو لپاره ورڅخه ګټه اخيستل کيږي ، تر اوسه پورې په تبت کې په زياتو پوهنتونونو او علمي څيړونکو مرکزونو کې اړوند کسان بيا هم له دغو تانګ کاګانو څخه ارزښتناک معلومات ترلاسه کوي ٠
د هندطبي پوه اوډاکتر داس د دغو تانګ کاګانو له کتنې وروسته وويل دا چې په دوولسمه پيړۍ کې د انځورونو په توګه د تبتي طب او درملونو تيوريک سيستم ړګړيو ته ورپيژندل شو ، دا نه يوازي د چين د طبي علم په تاريخ کې ساری نه درلود بلکې د نړۍ د طب او درملونو په تاريخ کې هم ډېر لږ ليدل کيده ٠
د تبت د مرکز لاسا ښار په باکو واټ کې د تانګ کاګانود نسلونو نقاشانو د انځورونو د کښلو له لرغوني لارې د تبتي طب او درملونو تانګ کاګانې کښلي او کاږي ، د دوي لخوا کښل شوي تانګ کاګانې زيات شمير علاقه مندسيلانيان او ساتونکي ورجلبوي ٠