<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-13 19:23:57    
د پاناما کانال

cri

څرنګه چې د پاناما ځمکه د اطلس او أرام سمندر د اوبو له سطحې څخه جګه ده او ځينی برخی يی حتی شپږ ويشت متره لوړی دی، نو بيړۍ له سمندر څخه کانال ته د ننوتو په وخت کې بايد لومړی د اوبو په دروازه کې اوچت او بيا ښکته شی چې څو ساعته وروسته له کانال څخه تيريدای شي٠

د پاناما کانال په ١٨٨١ کال کې د فرانسويانو له خوا وکيندل شو او اته کاله وروسته د مالی او تخنيکی ستونزو له امله وځنډيد٠ په ١٩٠٣ کال کې امريکا په زور سره د پاناما له حکومت څخه د دغه کانال او د کانال د دواړو غاړو د دايمی استعمال، اشغال او کنترول حق تر لاسه کړ او په ١٩٠٤ کال کې يی د کانال په بيا کيندلو پيل وکړ٠ امريکا د فرانسی له ناکامۍ څخه درس واخيست او پريکړه يی وکړه چې داسی کانال وکينی چې د اوبو دروازه ولری٠ په لسو کلونو کې د دريو سوو اوه ديرش مليونه ډالرو په لګښت او د اوياوو زرو تنو کارګرو د کار او زيار په نتيجه کې د پاناما کانال د ١٩١٤ کال د اګست په پنځلسمه نېټه بشپړ شو او د ١٩٢٠ کال د جولای په دوولسمه نېټه په رسمی توګه د نړيوالی سمندری ترانسپورتی لاری په توګه وپيژندل شو٠ د تېرو پنځه شپيتو کلونو په اوږدو کې پنځه لکه بيړۍ له دغه کانال څخه تېری شوی او له هغی ډلی څخه تر ټولو لويه بيړۍ د ملکی دوهمې اليزابت په نامه بيړۍ وه ٠

د شمېرنی سره سم په ١٩٧٧ کال کې دوولس زره بيړۍ د يو سلو درويشتو مليونو ټنو مالونو په وړلو سره له دغه کانال څخه تېری شوی او يو سلو څلور شپيته مليونه امريکايی ډالره د حق العبور په توګه د کانال اداری ته په لاس ورغلل٠ امريکا د پاناما

له کانال څخه مجموعأ پنځه څلويښت مليارډ ډالره ګټه تر لاسه کړه، خو د پاناما

حکومت ته يی يوازی يو مليارډ سل مليونه ډالره کرايه ورکړه٠ امريکا د پاناما خلکو د دوامدارو مبارزو له لاری د پاناما له حکومت سره د کانال په اړه نوی تړون لاسليک کړ چې د هغه له مخی نوموړی کانال او د کانال د دواړو غاړو د کنترول حق د ١٩٧٧ کال د اکتوبر له لومړنی نېټې څخه بيرته د پاناما حکومت ته ورکړی شوی او په پايله کې په ٢٠٠٠ کال کې دغه کانال بيرته د پاناما خلکو ته وسپارل شو٠