<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-14 18:33:31    
رنګوونکی جو شان ځو او جو شان هوانګ

cri

رنګوونکی جو شان ځو او جو دا هوانګ وروڼه دي او په نړۍ کې مشهور هنرمندان دي. د دوی د تيلي رنګونو او مجسمو خپلې ځانګړتياوې لري.

دوی د تېرې پېړۍ په پنځمه لسيزه کې د چين د ګوانګ سي د جوانګ قوم په خپلواکی سيمه کې زېږېدلی دي. جو دا هوانګ د خپل د ماشوماتوب د يادونې په وخت کې وويل موږ په ماشوماتوب کې له خپل پلار سره د مينګ سيند ته ولاړو. په بيړۍ کې مو ډېر لرغونی رنګونه وليدل چې په ګړنګ کې رنګ شوي وو. په هغه وخت کې دغه رنګونه زموږ لپاره ډېر رمزی او جادويي ښکاريدل. اوس مونږ پوهېږو چې دغه رنګونه تل زموږ پر هنري لارې اغېزې کوي.

د تېری پيړۍ په اتمه لسيزه کې د دوی يو شمېر اثرونو د چين په ستره برخه کې عکس العملونه راڅرګند کړل. دوی په ١٩٨٦ کال کې يوه زړوره پريکړه وکړه چې په لوېديځو هېوادنو کې د رنګولو تخنيکونو زده کړې وکړي. نو ٣٤ کلن جو شان ځو او ٢٩ کلن جو دا هوانګ امريکا ته لاړل او پر خپلې هنري لارې يې پيل کړ.

د هنرمندانو لپاره د خپلو ځانګړتياوو جوړول د يو انسان کار نه دی. دوی د رنګولو په لوېديځه نړۍ کې له غوښتنو سره بېړنی مخامخ نه کړی يا په مستقيمه توګه له نړيوالو مروجو هنرونو په شانه شول ، بلکې په انتخابی توګه يې هغه توکی غوره کړل چې د دوی اړتياورته درلوده.

د روان کال په ستمبر کې د دوی د ٣٠ کلونو هنري نندارتون د چين په دولتی هنري

موزيم کې تر سره شو. دوی هم د بېجينګ د جونګ شان د موسيقی په تالار کې د خپلو رنګولو بهير نندارچيانو ته وړاندی کړ. د دوی د رنګونو دالان پيسی ورکوونکی ښاغلی نيکول کاروس له امريکا څخه بېجينګ ته راغی. ده وويل زما په أند د دوی رنګونه ډېر پياوړی قوتونه لري. ډېر ښه !

جو شان ځو له جو دا هوانګ سره ډېر توپيرونه لري او د دوی علاقې هم توپير سره لري. خو د همکارۍ په ٣٠ کلونو کې يې ټول اثرونه د دوی له خوا په ګډه جوړ شوي دي. د نورو کسانو د وړانديزونو او اغېزو منل د هنرمندانو لپاره يو ستونزمن کار دی. زما په أند د دوی ترمنځ دوستی هرومرو ډېره ټينګه ده.

جو شان ځو او جو دا هوانګ وويل دوی په پيل کې هيله درلوده چې د رنګولو په ترڅ کې همغږی تر سره کړي خو وروسته دوی پوه شول چې د هنر په ساحه کې توپيرونه طبيعی دي او دغه توپيرونه به په رنګونو کې خيالونه زيات کړي.

دوی په ١٩٩٤ کال کې د دوی په نوم يو صندوق جوړ کړ چې له هغو هنرمندانوسره مرستې وکړي چې لومړی ځل امريکا ته ځي. اوس دوی نه يوازی خپل هنري مرکز بلکې د مجسمو خپل پارک لري. جو شان ځو وويل دغه صندوق په وروستيو کلونو کې پياوړی شوی دی. څو کلونه دمخه مو خپل هنري مرکز جوړ کړ . د نندارتون او د بېلا بېلو هنري فعاليتونو ځايونه پکې شامل شوي دي. د مجسمو پارک مو هم جوړ کړ چې د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه شاعران، فلم جوړونکی او لوبغاړی کولای شې چې دلته د نظريو تبادله وکړي او بېلا بېل هنري فعاليتونه تر سره کړي.