<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-14 18:38:11    
په بېجينګ کې د نړيوالو نڅاوو د نندارې موده

cri

د پنځمې دورې د نړيوالو نڅاوو نندارې اوس په بېجينګ کې روانې دي، د چين او د نړۍ له بېلا بېلو څايونو څخه ډېرې ښې نڅاوې پکې راغونډ شوی او ډېر نندارچيان يې ورجلب کړي دي. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د نندارې د دغې مودې په اړه څه معلومات درکړم.

همدااوس مو د تبتي رازونو په نامه د تبتي قوم د سندرو او نڅاوو يوه برخه واورېده. په دغه ننداره کې د تبتي وګړيو په ژوند او توليد کې د لوکولو، د بامونو د ترميمولو او رمې پولو له لارې ددوی ولسي هنر ، دودونه او مذهبی مراسم ترسيمېږي چې دا د تبتي وګړيو د ژوند يوه نښه ده .

په دغه ننداره کې د چين پر مشهورې نڅاګرې يانګ لي پين سربيره نور ټول نڅاګران شپانه يا ولسي هنرمندان دي او د ژوند له تازګۍ څخه ډکه ننداره د نندارچيانو لخوا وستايل شوه .

يانګ لي پينګ د دغې نندارې يوه عمده جوړونکی ده. دې وويل

مونږ ستيژ پټی بولو او نڅاوې او سندرې مو ټولې د ژوند او طبيعت سره سم جوړې شوي او طبيعي بڼه لری .

همدااوس مو د سيندريلا په نامه د بالټ نڅا موسيقی واورېده .

دغه نڅا چې د نوی زيلاند د بالټ نڅا د سلطنتي ډلې له خوا وړاندې شوی، ډېره کلاسيکه او په دغه موده کې د ماشومانو لپاره د بالټ يوازنی ډرامه ده. دغه نڅا د

اصلی کيسې جوهر او د نندارې د يو لړ معاصرو لارو سره تړل دی او د نڅاګرانو هنري مهارتونه تخنيکونه په پوره توګه ورڅخه څرګندېږي.

د دغې نڅا هنر جوړونکی ګلی هاريس په نړۍ کې يو ډېر مشهور نڅاګر دی او د چين د بالټ نڅا د مرکزی ډلې لپاره يې د صحنې اموال او کالې طرح کړي و. چين ته د دغه سفر په ترڅ کې يې د بېجينګ د ښوونکيو پوهنتون د نڅا څانګې زده کوونکيو ته يو درس ورکړ. ده د سيندريلا د بالټ نڅا د يادونې په ترڅ کې وويل

دا په وروستيو کلونو کې د نوی زيلاند د بالټ نڅا د سلطنتي ډلې لپاره يوه لويه جوړونه ده. په دغه ډرامه کې عمده نڅاګر يو چينی ځوان دی. هغه په بېجينګ کې زېږېدلی او د بېجينګ د نڅا ښوونځی د بالټ له څانګې څخه فارغ شوی او ورپسی د دوو کلونو لپاره يې په نوی زيلاند کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړی دی.

د ځوانتوب د ښکلې مودې په نامه د بالټ نڅا چې د شانګهای د بالټ نڅا ډلې له خوا وړاندی شوی، په دغه ډرامه کې نندارچيانو ته يو بل ډول احساس رسولی دی. په دغه نڅا کې د تېرې پيړۍ په دريمه يا څلورمه لسيزه کې په شانګهای کې د مينې يوه کيسه ويل شوی او ورٍڅخه د شانګهای پخوانې بڼې څرګندې شوي دي. د دغې ډلې مشر ها مو تي وويل په دغه نڅا کې د تېرې پيړۍ د دريمې يا څلورمې لسيزې شانګهای

انځور شوی دی. په هغه وخت کې بهرنی هنر پر چيني هنر باندې زياته اغېزه لګولی وه. نو مونږ غواړو چې په سټيج کې په پرتله کولو سره د دغو دوو هنرونو ترمنځ توپيرونه څرګند کړو.

د پنځمې دورې د نړيوالو نڅاوو د نندارې موده به يوه نيم مياشتونه دوام ولري او په پرله پسی توګه به د هسپانيا، استراليا او امريکا په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو په زړه پوری نندارې نندارچيانو ته وړاندې شي.