<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-14 18:23:03    
بهرنيان او چيني توليدات

cri

د بهرنیان په چین کی پروګرام درنو اوریدونکیو نیکې هیلې او سلامونه خدای وکړي چې خوښې شیبې او سوکاله ژوند ولرئ،په همدې هیله راځو د بهرنیان په چین کې د ننني پروګرام وړاندې کولو ته،هیله ده چې د دغه پروګرام تر پایه راسره پاتې شئ .

درنو اورېدونيکو پدې پروګرام کې به دچيني توليداتو په هکله د يو شمېر هغو ځوانو بهرنيانو خبرې واورو چې دلته په بيجينګ کې ژوند کوي،پدې ډله کې يو شمېر داسې کسان شته چې له پرمختلليو هيوادونو څخه دي او يو شمېر نور يې د پرمختيايي او د وروسته پاتې هېوادونو اوسيدونکي دي،خو دوی ټولو د چينايي توليداتو په هکله خپل نظرونه ورکړي دي .

درنو دوستانو د چين دولتي چارواکي پخپل هيواد کې ميشتې چيني او بهرنۍ تصدۍ هڅوي چې د خپلو توليداتو کيفيت ښه او معياري کچې ته وروسوي،په تېره بيا د خوراکي توکيو د توليداتو په برخه کې دې ټکي ته پوره پاملرنه کوي نو راځئ چې واورو دغه بهرني ځوانان پدې هکله څه وايي :

نيلين چې د هالند اوسيدونکې ده وايي زه چيني توليدات ډېر زيات خوښوم،او تل يې کاروم،په چيني توليداتو کې ډېرې ښېګڼې شته د بېلګې په ډول ټيټه بيه،خلک غواړي چې چيني توکي وپيري،او په بيلابيلو پلورنځيو کې چيني توکي ليدل کيږي،همدا راز خلک د بيلابيلو ډولونو له پلوه هم چيني توليدات خوښوي.

لي جاي ها د جنوبي کوريا څخه بيجينګ ته راغلی دی،نوموړي وايي زما اصلي ټاټوبی سيول دی هغه ځاي چې چيني توليدات پکې د ټيټو بيو له کبله ډېر مشهور دي،زموږ زياتره خلک غواړي چې چيني توليدات واخلي،زه تل غواړم چې چيني توکي وپيرم.

نيلي د تانزانيا اوسيدونکې ده،هغه وايي زياتره چيني توليدات ښه او بيلابيل ډولونه لري،چې په ارزانه بيه يې اخيستلای شو،کيفيت يې هم ښه دی او په أسانه توګه کارول کيدای شي .

نالهاند چې له فرانسې څخه بيجينګ ته راغلی دی وايي،دا به ښه نه وي چې پر چينايي توکو بد ګمان او شک وکړو،زه تل چيني توکي اخلم،کيفيت يې تر ډېره ښه دی او زما د هېواد له توليدي توکيو سره زيات توپير نه لري،زه تل په چين کې توليد شوې جامې او بريښنايي يا الکترونيکي توکي اخلم.

ريچيل چې اصلي ټاټوبی يې امريکا دی وايي،چيني توليدات ښه دي،زه يې تل اخلم،په تېره بيا جامې،دی وايي زما په ټاټوبي امريکاکې شاوخوا ټول توکي په چين کې جوړ شوي دي،په امريکا کې توليد شوي سيمه ايز توکي د چينايي هغو په پرتله ډېر ګران دي،نو له همدې امله خلک چينايي توکي رانيسي،ځکه هم ارزان او هم د ښه کيفيت لرونکي دي.

کربيې کردر هم يو بل امريکايي دی،هغه وايي زه د چيني توليداتو استعمال خوښوم،دغه راز پخپل هېواد کې هم چيني توليدات کاروم،هر چېرې چې انسانان ژوند کوي نو هلته چيني توليدات هم موندل کيږي،زه د چيني توکيو په هکله هيڅ بده مفکوره نلرم،دا ښه او ارزانه دي .

د بنګله ديش اوسيدونکي شمس الارفين خان وايي زموږ په هېواد کې شاخوا شپيته په سلو کې توکي چيني دي،دی وايي زه پخپله د ښه کيفيت لرونکي چيني جامې ډېرې خوښوم.

لايليا خولکينا يوه روسۍ پيغله ده چې اوس مهال په بيجينګ کې ژوند کوي،د هغې په أند ټول نړيوال چيني توليدات کاروي،زياتره يې د کيفيت له پلوه په ښه کچه کې دي،هغه وايي چې په روسيه کې هم زياتره اړين توکي په چين ې جوړ شوي دي.

د ألمان هېواد اوسيدونکې ماريک وايي د دوی په هيواد کې شاوخوا ټول بازارونه چيني توکيو نيولي دي،د بېلګې په ډول بوټان،جامې،بريښنايي يا الکترونکي توکي او داسې نور ټول په چين کې جوړ شوي دي.

يو ايټالوۍ ميرمن فابيولا وايي زموږ د هېواد په هر ځای کې تاسې دا جمله لوستلاي شئ(ميډين چاينا)يعنې په چين کې جوړ شوی،چينايي توليدات هر چېرې موندلای شئ،زياتره يې ښه او د باور وړ دي،د بېلګې په توګه جامې او بريښنايي سامان ألات، هغه کمپيوتر چې زه يې اوس کاروم په چين کې جوړ شوی دی.

ورم کريستين او اوورأيلد اندري دواړه له ألمان څخه بيجينګ ته راغلي دي،دوی وايي د توکيو د اخيستلو پر مهال نه پوهيږو چې کوم چيني توکي واخلو او کوم يو يې د کيفيت له پلوه ډېر ښه دی،خو په عمده توګه له چيني جامو او بريښنايي توکيو څخه ګټه اخلو او تل يې په بازارونو کې پيرو.دغه توکي ډېر ګران ندي،کيفيت يې هم ښه دی او د باور وړ هم دي.

د بهرنيان په چين د پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو د ننني پروګرام وخت په همدې ځای پاي ته رسيږي،تاسې د چيني توليداتو په هکله څه نظر لرئ؟أيا تاسو هم چينايي توکي کاروئ؟ستاسو په سيمه کې چيني توليدات موندل کيږي که نه؟هيله ده چې په دې هکله خپل نظرونه د خپلو ليکونو له لارې موږ ته راوليږئ،موږ تل ستاسو د ليکونو لار څارو.نو د اوس لپاره خپل کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ،تر بله مو په پاک رب سپارم.