د کاي فنګ د پخوانۍ ښاروالۍ په مقر کې له پرتو ديوالونو څخه يوه د چيان لونګ په نامه ماڼۍ هم شته ، د ښاروالي په مقر کې يوه ماڼۍ هم جوړه شوی ده ٠ علت يې دا و چې د سونګ د امپراتوري په سلسله کې دريو امپراتورانو پر شاهي تخت باندې د کيښيناستلو نه مخکې د کاي فنګ د ښاروالانو په توګه په دې ځاې کې کارکړی و ، نو په هغه وخت کې د دوې د اوسيدلو دپاره نوموړي ماڼۍ جوړه شوه ٠ توريستي ﻻرښوونکې نجلۍ جاو نان مونږ ته وويل ددې ماڼۍ بام په ژيړو اجرکاشيو پوښ شوی دی٠ د کاي فنګ دښاروالي د مقر په ټولو ودانيو کې يوازي د چيان لونګ په ماڼۍ باندی ژيړې اجري کاشي استعمال شوي او ژيړ رنګ د امپراتورانو د حيثيت نښه ګڼل کيده ، نو له دې څخه دا څرګنده شوې چې دا ځای پخوا د شهزاده ګا
نو هستوګنځی و٠ سرسيره پر دې په دې مقر کې يوه بله وداني هم شته چې ګونګ کوي لو نوميده او د سونګ په امپراتوري دوروکې د کاي فنګ د ښاروالی لخوا د زده کوونکو د ازموينی لپاره جوړه شوی وه ، ددې ودوانۍ د سالون پر ديوال باندې تصويرونه او نقاشۍ کښل
شوي او په پنځلسو برخو وويشل شوې٠ له نوموړو تصويرونو او نقاشيو څخه د
زده کوونکو د ازموينی د پيل نه تر پايه پورې ټول بهير ليدل کيده او د زده کوونکو راز راز احساسات او څرګندونې هم ورڅخه په ژوندي توګه بريښوي٠ ګرانو دوستانو د چين د کاي فنګ په ښار کي زيات د ليدو وړ ځايونه موجود دي په راتلونکي کې به مونږ ددې ښار نور په زړه پوري ځايونو په هکله تاسو ته لازيات هعلومات ورکړو٠٠