د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د چين د عملی اکادمۍ اکادميک او د سپوږمۍ څيړنې لومړی عالم اويانګ ځی يوان په دی وروستيو ورخو کی وويل: اوس د چين اړوندو څانګې د هېواد د ١٢٢ کارپوهانو په راسمبالولو سره د علمی سپوږمۍ څيړنې په هکله هغه معلومات څيړی چې د چين لخوا لومړی ځل ترلاسه شوي دي٠
ښاغلی اويانګ ځی يوان وويل : دغې څيړنې به يو کال دوام ولری او دندې به يې ډيرې درنې وي٠ د چين عالمان به په پر له پسی توګه له سپوږمکی څخه د سپوږمۍ د عملی څيړنې د معلوماتو اخيستلو ته دوام ورکړی او د چينی ملت لپاره به باافتخاره خدمتونه ترسره کړی٠