<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-15 19:06:35    
موږ او اورېدونكي

cri
عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! له هر څه مخكې هيله من يم چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي، او هم خداى وكړي چې په خپل ورځني ژوند كې خوشاله او بريالي وئ، د (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. خبرې به نورې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې د اورېدونكي نثار احمد احمدي ليك را اخلم چې له مانسهرې څخه يې را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: زه ستاسو يو دايمي اورېدونكى يم، ستاسې ښكلې خپرونه هر وخت اورم. پروګرامونه مو په رښتيا هم ډېر په زړه پورې او خوندور دي. بيا زياتوي: دا يوازينى راډيو ده چې په بې لوري او بې طرفه ډول او آزاده توګه خپرونې كوي، او همدا يوازينۍ راډيو ده، نوموړى وايي، چې اورېدونكيو ته دومره په اخلاص سره خدمت كوي. اورېدنكى نثار احمد بيا له پوستي ستونزو شكايت كوي او ليكي: موږ د ليك په استولو كې له خورا سختو ستونزو سره مخامخ يوو، زموږ له خوا ګڼ شمېر درلېږل شوي ليكونه بېرته راستانه شول چې د ټكټ لګولو غوښتنه پرې ليكل شوې وه. مخكې هم دې ورته ستونزه پېښه شوې وه خو بيا مو يې تاسو ته په اړه ليكلي وو چې په نتيجه كې حل شوه. ښاغلى احمدي بيا هم د دغه ستونزې د حل غوښتنه كوي، چې دى وايي: زموږ او ستاس ېترمنځ اړيكي ونه شلېږي. نوموړى د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو او نورو خپرنيزو توكيو وراستولو غوښتنه كوي.

- دغه بل ليك را اخلم چې د صوبه سرحد له نو ښار څخه اورېدونكي شاه فيصل را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او پيا يې ليكلي: ما تاسو ته پخوا هم يو ليك در استولى و، خو هېڅ ځواب يې رانغى. زما سره يو شمېر نور ملګري هم دي، چې موږ ټول په ګډه ستاسې خپرونه په ډېره مينه او شوق سره اورو. اورېدونكى شاه فيصل بيا زياتوي: د خپرونې وخت مو كم دى او زما ستاسو څخه هيله ده چې د پروګرامونو وخت نور هم زيات كړئ، نوموړى د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو، مجلو او د كتابونو ورلېږلو غوښتنه كوي.

- له مانسهرې څخه د پاك افغان كلب غړې كلثوم د خپل په پيل كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه وايي او بيا ليكي: تاسو په خپله خپرونه كې موسيقۍ لپاره يو پروګرام ځانګړى كړئ چې پښتو سندرې په كې خپرې كړئ، او دغه پروګرام بيا په اونۍ كې دوه ځله خپروئ، زما له پښتو سندرو سره ډېره مينه ده، او په ډېر شوق سره يې اورم. تاسو د (موږ او اورېدونكي) پروګرام په پاى كې يوه سندره خپروئ، هغه هم نيمه وي، تاسو زما دې نظر ته پام وكړئ. اورېدونكې كلثوم بيا ليكي: زما سره مې ملګرې د كلب مشره شمايله سلطان، فرحت بي بي، ورده سلطان، صائمه، لبنه او بي بي هاشمي ناستې دي. دوى هم، نوموړې زياتوي، تاسو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كوي، او وايي چې پروګرامونه مو د شاتو په شان خواږه او موږ يې د زړه په غوږونو سره اورو.

- د همدغه كلب يوې بلې غړې سميرا هم يو ليك را استولى، د پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: زه ډېره خوشاله شوم چې زما ليك ستاسو په پروګرام كې خپور شو او هم دا چې ستاسو له خوا مې رالېږل شوي خپرنيز توكي ترلاسه كړل. پښتو هېنداره مې ولوستله چې ډېر په زړه پورې معلومات په كې وو. اورېدونكې سميرا بيا زياتوي: ستاسو د پروګرامونو ترمنځ هنر او كلتور، د چيني ژپې لوست او موږ او اورېدونكي ډېر ښه دي او زموږ خوښېږي. دغه پروګرامونه زه ډېر په شوق سره اورم.

- د بلوچستان له ژوب څخه د اورېدونكي رفيع الله مندو خېل له خوا هم يو ليك رارسېدلى، د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي: ستاسو ټولې خپرونې اورو او پر اېنټرنېټ د پښتو وېبپاڼه هم ګورو. بيا وايي: دلته په ژوب كې ستاسې خپرونه د ماښام او سهار له خوا د لنډو څپو له لارې ډېره صفا او رڼه اورېدل كېږي. اورېدونكى مندو خېل بيا زياتوي: د پښتو هېنداره مو هم ډېره خوښه ده او ډېر ګټور مطالب په كې خپرېږي. دلته يې، نوموړى ليكي، خلك په ډېره مينه لولي.

- بيا هم له مانسهرې څخه طارق الله همدرد په خپل ليك كې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: چين د افغانستان يو ډېر نژدې ملګرى هېواد دى، د دواړو خواوو تر منځ اړيكي ډېرې پياوړې دي. موږ هم له همدې امله، نومړى ليكي، د چين نړيواله راډيو اورو او له پروګرامونو سره يې ډېره مينه او علاقه لرو. اورېدونكى قدرت الله همدرد بيا وړاندې زياتوي: تاسې چې موږ ته سي ډي ګانې را استولې دي، يوازې موسيقي په كې ده، دا چې تاسې د دغه سي ډي په برابرولو ډېر لګښت كوئ نو كه په سي ډي كې د چين منظرې او د بېلابېلو ښارونو او سيمو عكسونه را ولېږئ نو موږ به، دى وايي، ډېره ګټه ترې واخلو.

- دغه راز له مانسهرې څخه يو بل اورېدونكي قدرت الله ارماني هم يو ليك را استولى دى. له خپلو ملګريو هر يو فضل واحد واحدي، اصيل محمد صديقي، عبد المنان حيدري او عبد الصبور صابري سره په ګډه يې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې ټول پروګرامونه په زړه پورې دي، موږ يې تل په شوق سره اورو او ډېره مينه ورسره لرو. بيا ليكي: زه د خراسان كلب غړى يم، ډېر خوشاله شوم چې زموږ د كلب مشر د كلبونو په سيالۍ كې د لومړۍ درجې جايزې ګټونكى شو، زموږ د كلب ټول غړي پر دغه رياليتوب وياړي. اورېدونكى قدرت الله ارماني بيا د سه چوان ولايت په اړه مسابقه كې بريالي شويو اورېدونكيو ته مباركي وايي او بيا ليكي: موږ ته د بېجېنګ اولمپيك سپورټي لوبو په اړه ژوندۍ خپرونې خپرې كړئ.

- د خوست ولايت د يعقوبيو ولسوالۍ د شيخ محمدي كلي د يوراج كلب غړيو هر يو عصمت الله، منير احمد او عاشور احمد له خوا هم بېل بېل ليكونه رارسېدلي دي. دوى په خپلو ليكونو كې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې ټول پروګرامونه په زړه پورې او خوندور دي، موږ يې هر وخت اورو. بيا ليكي: د بېجېنګ اولمپيك لوبو په اړه معلومات د راډيو له لارې ترلاسه كوو. په نړويالو لوبو كې له فوټبال سره مينه لرو، په افغانستان كې تر ټولو په زړه پورې لوبې فوټبال او وزلوبه دي. دغه اورېدونكي بيا زياتوي: موږ غواړو د بېجېنګ اولمپيك لوبو كې د دواطلبۍ له لارې ګډون وكړو، او په پاى كې دغو لوبو ته د تيارۍ كارونو په اړه د بېلابېلو ازمويښتي سياليو په اړه د معلوماتو ترلاسه كولو غوښتنه كوي.

- درنو اورېدونكيو اوس نو د پروګرام د پاى شېبې دي، نو راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د عرفان خان يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د عرفان خان سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.