<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-15 19:08:46    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

 درنو دوستانو تاسو پوهيږئ چې دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هېله من يم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بيلابيلې پوښتنې راواستوئ !

ګرانو دوستانو ! د پاکستان د صوبه سرحد د مانسهرې يوې اوريدونکې بی بی ګلثوم څوورځې مخکی د چين نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې او کارکوونکيو په اړه پوښتنه کړې ده . نو د پروګرام په نننی کړۍ کې به لومړی په دې اړه تاسو ته څه معلومات وړاندی کړم !

د چين نړيواله راډيو د مختلفو هيوادونو اوريدونکواودوستانو ته د چين اوسنی او تير وخت ورپيژنی ، دچين د حکومت په داخلي او بهرني پاليسي رڼااچول ، د چينايانواو نړيوالو ترمنځ دتفاهم او دوستی ټينګول او دبشريت د سولې او ترقۍ بهير ته چټکتيا ورکول د سي ار ای راډيو دهڅو موخې ګڼل کيږي . سي ارای چې پخوانی نوم يي راډيو بيجينګ و د ١٩٤١کال ددسمبر په دريمه نيټه په خپرونو پيل وکړ . اوس هره ورځ په ٤٣ژبو نړيوالواوريدونکو ته بيلابيل پروګرامونه خپروي چې هره ورځ د خپرونو وخت ١٢٠٠ساعتوته رسيږي او محتويات يي د سياست، اقتصاد، کلتور ، ساينس او تکنالوژي په شمول خبرونه ،روانې چارې او ځانګړي پروګرامونه دي .

دسي ار ای راډيو پښتوخپرونه د١٩٧٣کال د جولاي په ١٥نيټه پيل شوې ده. اوس ٨ تنه چينی نطاقان او ژباړونکی لري چه ټولو په چين کې دپښتوژبه زده کړې وه.د خوښی وړ خبره دا ده چی اوس دوه افغان دوستان زمونږ سره مرسته او همکاری کوی او مونږ هيله لروچې په ګډه د اوريدونکو لپاره ښه خدمتونه وکړو .

ګرانو اوريدونکو ! د اريانا پښتو ادبی تنظيم مشر ښاغلی سيد وارث خنيفی د پاکستان له کوهاټ څخه يو ليک رااستولی او پکی يی وويل چې محترمو ، پروګرامونه مو تل اورو ښه او ګټور معلومات تری حاصلوو . ستاسی د دی خدمت څخه مننه او کورودانۍ درته وايو . د سی ار ای راډيو اوريدل خو اوس زمونږ د ژوند پوره برخه جوړه شوی ده . زه غواړم چې په پای کې يوه مهمه پوښتنه وکړم هغه دا چې د چين هيواد کوم تاريخی اثار دي چې په نړيوالو تاريخی اثارو کې ثبت شوی دی ؟ غواړم چې په دې اړه را ته معلومات راکړی . برياليتوب مو غواړم .

ګرانو دوستانو! چين د ١٩٨٥ کال د دسمبر په ١٢ نيټه د نړۍ د کلتوری او طبيعی تاريخی اثارو د ساتنې په تړون کې ګډون وکړ او د ١٩٩٩ کال د اکتوبر په ٢٩ نيټه د نړۍ د تاريخی اثارو د کميټې د يو غړی په توګه وټاکل شو . چين له ١٩٨٦ کال راهيسی د م م د يونيسکو سازمان ته د نړۍ د تاريخی اثارو د شامليدو وړانديزونه کړی وو . له ١٩٨٧ کال څخه تر ٢٠٠٧ کاله پوری د چين ٣٥ ځايونه د نړۍ د تاريځی اثارو په ليست کې شامل شوی دي . د بېلګې په توګه د چين په بيجينګ کې لوی دېوال په ياد شوی ليست کې شامل دی .

د چين لوي ديوال د نړۍ د اوو عجائبو څخه يو دی ، په رښتيا هم کله چې نړۍ د نوموړي ديوال جوړښت ، اوږدوالی ، عظمت او لرغوني تاريخ ته ځير شي نو ګوته په غاښ پاتي کيږي او جوړونکو او ساتونکو ته يې افرين وايي . د چين لوي ديوال په پخوانيو زمانو کې يوه ستره نظامي او دفاعي پروژه وه ، نوموړي لوي ديوال د چين په خاوره کې څه دپاسه اوه زره کيلومتره اوږدوالي لري . په نولس سوه او اوه اتيايم کال کې د چين لوي ديوال د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شامل شو.

ګرانو دوستانو ! که تاسو د چين د تاريخی اثارو په اړه نورڅه معلومات غواړی نو زمونږ ويبپاڼه هم کتلی شی . هلته به تاسو لازيات معلومات ترلاسه کړي . د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نيکمرغه اوسئ !