<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-17 18:25:13    
د بيجينګ د ځه جو يوان باغ

cri

د ځه جو يوان باغ د بيجينګ په شمال لويديځ د های ديان په سيمه کې پروت دی. په دغه باغ کې د ځه جو يوان په نامه يو معبد و، نو دغه باغ د دغه معبد په نامه ونومول شو. په چيني ژبه کې جو د بانس او ځه د زرغون رنګ مانا لری . په ١٩٥٣ کال کې دغه باغ جوړ او پراخ شو .

د دغه باغ پراخوالی نژدی اته څلويښت هکتارو او د اوبو مساحت يی شپاړس هکتارو ته رسېږي چې د نان چانګ سيند او د شوانګ ځه وياله له دغه باغ څخه تيريږي چې له دريو جهيلونو ، دوو ټاپوګانو، يو بندر، يو سيند او يوې ويالې څخه جوړيږي او د جهيلونو منظرې د دغه باغ عمده برخه ده او د بانسو منظرې يې هم د سيلانۍ وړ دي چې د چين په جنوب کې طبيعی باغونو ته ورته دی.

د ځه جو يوان باغ شاو خوا سيمه پخوا د ګاو ليانګ سيند سرچينه وه او د بيجينګ د اوبو يوه عمده سرچينه هم وه.د جين د دا دينګ د امپراطوري په کال کې يعنی له ١١٥٩ م کال وروسته د ګاو ليانګ سيند په پاسنۍ برخه کې د سيند د پراخولي له امله په دغه ځای کې د اوبو زيرمې لپاره يو جهيل رامنځته شو. د مينګ په امپراتوری لړۍ کې د دغه جهيل په شمالې غاړه کې د ځه جو يوان معبد جوړ او د چينګ په امپراتوری لړۍ کې ګرځنده ماڼۍ او د بيړيو لنګر ځای هم أباد شوي چې بيجينګ ښار ته د شهزاده ګانو او د دوی ښځو د بيرته راتګ لپاره استعماليده .د چينګ امپراتوری لړۍ له ١٧٣٦ کال څخه تر ١٧٩٦ کال پوری په دغه ځای کې د جنوبی چين سيند د منظرو له مخې مصنوعی منظرې جوړې شوې . په ١٩٠٠ کال کې

دغه ځای د اتو امپرياليستي هيوادونو د ګډو ځواکونو له خوا وسوځيد او ښکلې منظرې او زياتې ارزښتناکې ودانۍ يې په کنډواله بدلې شوې .

د چين د ولسی جمهوريت له جوړولو وروسته د دغې سيمې بيا رغونه پيل شوه او په

١٩٥٤ کال کې د ځه جو يوان په نامه باغ جوړ شو چې د سيلانيانو پرمخ پرانيستل شو.

په دغه باغ کې له بانسو څخه جوړې شوې منظرې ډېرې راجلبونکي دي . د باغ په مرکز کې دوه کوچني ټاپوګان پراته دي ، لويديځ يې د کبانو نيولو سيمه ده، په جنوب کې د ماشومانو لپاره د لوبو ډګر او په شمال کې د بانسو سيل لپاره يو لوی ځای هم شته چې څلويښت هکتاره ځمکې نيسي.

د ټاکلي پلان له مخې د بانسو منظرې جوړول د دغه باغ يوه ځانګړتيا ده . له ١٩٧١ کال وروسته په دغه باغ کې د ځه جو نومی بانس په شمول زيات ډولونه بانسونه ايښودل شوي دي چې تر اوسه يی ډولونه پنځوسو ته او شمير يې څلور لکو ته رسېدلی دی .د باغ په هر ګوټ کې بانس تر سترګو کېږي چې اويا بانسی ځنګلونه ترې جوړېږي. په باغ کې د ځه جو، بان جو او شی جو په شمول ارزښتناک بانسونه په جلا جلا توګه د چين له سی چوان او فو جيان ولايتونو، د سو جو او هانګ جو له ښارونو او يا جاپان څخه راوړل شوي په تيره بيا د ځه جو بانس ډېر نامتو دی چې دغه ډول بانس زرغون داغونه لری. په باغ کې د بانسو، ډبرو، ونو، جهيلونو او لرغونې ودانيو په ګډون يوه مجموعی ښکلې منظره جوړوي چې هر وخت زيات شمير چينی او بهرني سيلانيان راجلبوي.