<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-17 18:30:42    
د چين د شينجيانګ ستر ټولوونکی احمد تيمور

cri

احمد تيمور په ١٩٥٢ کال کی د چين د شينجيانګ د قومول په ښار کی د ويغوری قوم په يوه کورنۍکی وزيږيد او د کوچنيتوب په موده کې يې د هان قوم له ماشومانو سره يو ځای په يو هغه ښوونځی کی زده کړې کولې چې د چين په ملی ژبه پکې لوست ورکول کيده٠ نو له هغه وخت راهيسی دی د هان قوم له کلتور سره ډيره مينه لری٠ ده وويل :

په هغه وخت کی زما فکر د زمانې له وړاندی تګ څخه اوښتی و، زما په أند د چين د ملی ژبې زده کړه او د هان قوم په ښوونځی کی د درسونو لوستل به زما د پرمختګ لپاره ګټور وي٠ نو د هلکتوب په موده کې مې د چين په ملی ژبه د چاپ شويو کتابونو له لوستلو سره ډيره مينه درلوده٠ ٌ

احمد تيمور د ځوانۍ په موده کی د چين په جنوب د ګوانګ جو ښار په يو پوهنتون کی د تاريخ او لرغون پيژندنې زده کړې وکړې چې د چينی ملت ځلانده تاريخ او کلتور د ده زړه ورپاوه٠ له پوهنتون څخه تر فارغيدو وروسته دی بيرته شينجيانګ ته ستون شو او د قومول په سيمه کې يې د تاريخی أثارو په راټولونې او ادارې پيل وکړ چې له دې امله د ده د وروستيو ټولوونکو چارو لپاره ډيره ښه زمينه برابره شوه٠

احمد تيمور په ١٩٨٥ کال کې له حکومتی کارونو څخه استعفا کړی او د شينجيانګ په مرکز وروموچی ښار کی يې د لرغونی او قيمتی شيانو راټولولو په برخه کې يو ځانګړی شرکت پرانيست ٠ له څه دپاسه شلو کلونو راهيسی هر کله چې ده کوم ارزښت ناک شی ليدلی، په هر قيمت سره چې وي، هرومرو يې اخيستی٠ هغه وويل :

 د ١٩٩٤ کال په يوه ورځ ما ته يو خبر راورسيد چې د هانګ جو ښار يو اوسيدونکي د دوو لرغونو کاسو پلورلو نيت لری٠ ما سمدلاسه يوه رسيدلی معامله پريښودله او د الوتکې په وسيلې له وروموچی څخه شانګهای ښار ته ولاړم او ورپسی په موټر کی د هانګ جو ښار يوې علاقه دارۍ ته وخوځيدم چې په شپه کې او د بارانونو له اوريدلو سره سره مې د څه نا څه پنځو ساعتونو کوششونو له لاری پلورونکی پيدا کړی ٠ ٌ

د سختو بارانونو امله د احمد تيمور جامی په پوره توګه لمدې شوې وې، پلورونکی د ده له صداقت څخه متاثر شو او په امتيازی بيه يې خپلې دوه لرغونی کاسې ورباندی خرڅې کړې ٠

له څو کلونو راهيسی ښاغلی احمد تيمور د قيمتی شيانو د پيدا کولو لپاره د ډيرو زياتو پيسو په لګولو سره لس ګونو هېوادونو ته سفر کړ ٠ هر کله چې يو هېواد ته رسيده ، هلته به يې د چين د جلا وطنو تاريخی أثارو د پيدا کولو او د هغو د بيرته اخيستلو لپاره کوششونه کول٠

د شينجيانګ مشهور ليکوال نان فو د احمد تيمور ښه دوست دی٠ څو کاله مخکې هغه د احمد تيمور د بيوګرافۍ په هکله يو کتاب وليکه٠ هغه وويل :

 احمد تيمور د چين د ويغوری قوم د يو هېوادوال په توګه د بېلا بېلو قومونو د کلتورونو د تبادلې او يووالی د پرمخبيولو او د چين د دوديزو کلتورونو د ساتلو لپاره زيات غوره خدمتونه کړي دي٠ د ده دغې روحيې او د هان قوم له کلتور سره دده مينې د چين د زياتو مشهورو خطاطانو او انځورګرانو زړونه رپولي دي ، نو دوی په فعاله توګه د احمد تيمور لپاره لاسليکونه کړي او انځورونه يې کښلي دي ٠ٌ

نن سبا احمد تيمور د چين د ټولوونکيو په ډله کی يو ځلاند ستوری ګرځيدلی، د ده لخوا په راټول شويو شيانو کې د خطاطۍ او انځورګرۍ أثار، لرغونی چينی باب ، له سرو زرو او د يشمو له ډبروڅخه جوړ شوی لرغونې شيان ، د بېلا بېلو هېوادونو او مختلفو مودو پيسی او پوستی ټيکټونه شامل دي او له دې جملې څخه زيات شيان په ټول چين کی هم لږ ليدل کيږی٠

احمد تيمور دې ته چمتو دی چې د خپلو راټول شويو توکيو يو پر دريمه برخه د بسپنې په توګه د شينجيانګ د انځورګرۍ ټولنې ته ورکړی٠ هغه وويل : د توکيو راټولولو په برخه کی زما موخه د ارزښت لرونکی کارونو ترسره کول دي٠

زه ډير خوشحاله يم چې د چينی ملت لپاره مې وياړلی کارونه کړی دی٠ زما په أند زما ژوند ارزښت لری٠ زه غواړم چې په ٢٠٠٨ کال کې د هېواد په پلازمېنه بيجينګ کی يو ځانګړی موزيم پرانيزم ٠ په راتلونکی کې به د بيجينګ پوهنتون او چينګ هوا پوهنتون وتليو بی وزلو محصلينو ته يوه اندازه پيسی د بسپنې په توګه هم ورکړم ترڅو دوی د لوړو تحصيلاتو لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شی او بيا خپل هېواد ته د خپلو پوهو د وقفولو لپاره بيرته راستانه شی٠

ګرانو دوستانو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د مشهور ټولوونکي احمد تيمور په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې د ښاغلی احمد تيمور په راټول شويو شيانو کې کوم شيان شامل دي؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړئ ! مونږ به د پچې له لاری يو شمير سم ځواب ورکوونکو ته ښکلی سوغاتونه ورکړو٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !