د چين د خوراکونو او دارودرملو د څارنې ادارې مرستيال وو جن څو ورځې دمخه په بېجينګ کې خبريالانو ته وويل د تېر کال له جولای راهيسی، د چين د دارودرملو په بازار کې د اړوندو ارګانونو د تنظيم عملياتو څرګند موفقيتونه تر لاسه کړي دي. د چين د دارو درملو بازار نظام ښه شوی او د دارو درملو د امنيت ساتنې سويه لوړه شوی ده.
ياد شوی عمليات به د روان کال تر پايه پوری پای ته ورسيږي. د تنظيم دغو عملياتو د جعلی دارو درملو راپورونه ځپلي، د دارو درملو تصديو د توليدی نظام يې ښه کړی او يو شمېر ناقونه تبلغاتو ته يې سزا ور کړې ده. ښاغلي وو جن وويل دغو عملياتو څرګند موفقيتونه تر لاسه کړي دي.
د معلوماتو له مخې، د روان کال تر اکتوبر پوری د چين اړوندو ارګانونو د تنظيم په دغو عملياتو کې د دېرش زرو ډولونو دارو درملو د ثابتې غوښتنې ځای پر ځای څارنه يې کړې. د دارو درملو د ثابت غوښتنو اندازه ډېر کمه شوی او کيفيت يې لوړ شوی دی.
دغو ارګانونو د دارودرملو په توليد کې د کيفيت څارنې د کليدي ټکی په توګه د تصديو د دارو درملو د توليدي بهير څارنه پياوړې کړې او دری سوه هغه تصدی يې بندې کړي چې له ميعار سره نه سمون خوړونکی دارو درمل او د درملنې ماشينونه يې جوړ کړی. دوی په يو کال کې د دارو درملو او درملنې ماشينونو په برخو کې دوه لکه او اتيا زره قضيې کشف کړي دي.
چين په هېواد کې د دارودرملو څارنې د پياوړتيا تر څنګ د دارو درملو د صادراتو او وارداتو څارنه هم پياوړې کړې. د بېلګې په توګه، چين د صادراتي دارودرملو کيفيت د ضمانت لپاره د کيمياوی اومو موادو د فابريکو څارنه پياوړی کړی. په افريقايی بازار کې له ملاريا سر
ه د مقابلې ناميعاري دارو درمل ليدل شوی، نو چين د هغو دارو درملو د کيفيت ساتنې لپاره مقررات جوړ کړي چې په راتلونکی کې به افريقا ته له ملاريا سره د مقابلې صادراتي دارودرمل د ټاکلو تصديو لخوا توليد شي.
د معلوماتو له مخې، چين د درملو په برخه کې يو لوی توليدي هېواد دی او د دارودرملو کلنی توليدي ارزښت يې پنځه سوه مليارډ يوانو ته رسيږی. په دغو دارودرملو کې يوه لويه برخه نورو هېوادونو ته صادريږی او زياتره يې اومه دي.
د چين د دارودرملو د څارنې ادارې مرستيال وو جن وويل د صادراتي درملو اندازې ډېرې دي نو خامخا به د کيفيت ځينی مسئلې موجودې دي. په تېره بيا اوس د دارو درملو د ادارې په برخه کې د بېلا بېلو هېوادونو لارې چارې بېلې دي، نو د دارو درملو د کيفيت د ضمانت لپاره د متقابلو هېوادونو تر منځ همکاری ته اړتيا شته. د چين دغې ادارې د دارو درملو کنترول د پياوړتيا لپاره د اروپايی ټولنې له اړوندو سازمانونو سره د همکارۍ چوکاټ يو سند لاسليک کړی، د دارودرملو او درملنې تاسيساتو د امنيت په اړه يې د امريکا د خوراکونو او درملو له ادارې سره هم څو ځلې خبرې اترې کړي او موافقې ته رسيدلي دي.