<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-17 20:16:49    
د شان دونګ ولايت هغو چارو ته پرمختګ ور کړی چې د چاپيريال ساتنې لپاره ګټورې دي

cri

د چين د شان دونګ ولايت په وروستيو کلونو کې د اقتصادی بڼې د بدلولو ګامونه چټک کړی او هغه چاری يې تنظيم کړې چې پکې زياتې انرژی لګول کيږي او هغه کوچنی تصدۍ يې تړلي دي چې زياتې انرژی لګول کيږي او ککړتيا رامنځته کيږي او دغه راز د چاپيريال ساتنې په اړه چارو ته يې پرمختګ ور کړی چې اقتصاد دايمی پرمختګ وکړي.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د شان دونګ ولايت د چاپيريال ساتنې چارو د پرمختګ په باب لږ څه معلومات وړاندی کړو.

دغه غږ چې تاسو واوريد د شان دونګ ولايت په جاو ځوان ښار کې د سميټ د يوې کوچنۍ فابريکې د له منځه وړلو غږ و او د دی ترڅنګ دلته د سکرو په وسيلې د بريښنا توليدولو د کوچنيو مرکزونو د بندولو عمليات پيل شوي دي. د شان دونګ ولايت د چاپيريال ساتنې ادارې مرستيال شيو ګانګ وويل د هغو کوچنيو تصديو تنظيمول چې زياتې انرژي لګوي او ډېره ککړتيارامنځته کوي، د دغه ولايت د صنعتی جوړښت د تنظيمولو يو مهم تدبير دی .پخوا ځينو کوچينو تصديو د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ لپاره خپل رول لوبولی دی، خو د اقتصاد د لازيات پرمختګ له امله د دغو تصديو له خوا رامنځته شوې ککړتياوې د دوی له خدمتونو څخه زياتې دي، نو مونږ لومړی دغه تصدۍ بندې کړې دي.

په وروستيو کلونو کې د دغه ولايت اړوندې څانګې د اقتصادی بڼې د بدلونونو

چټکتيا لپاره څو تدبيرونه نيولي او د کوچنيو تصديو د تنظيمولو ترڅنګ چې زياتې ککړتيا رامنځته کوي، د چاپيريال ساتنې په موخه د پلانونو ملاتړ کوي د بېلګی په توګه د سکرو په وسيلې د بريښنا توليدولو پروژو له بندولو وروسته د باد په کارولو سره د بريښنا توليد په شمول پاکو انرژيو ته پرمختګ ور کوي چې له امله يې چاپيريال په ښه توګه ساتل کيږي او سيمه ايز اقتصاد دايمی پرمختګ وکړي. د شان دونګ ولايت د بهرنی پانګونې نظام معياری کړی او په ټينګه سره يې زياتې ککړتيا لرونکی پروژې بندې کړې دي. د شان دونګ ولايت د چينګ داو ښار د ون چوان علاقه دارۍ د ٢٠٠٣ کال له پيل څخه د باد په وسيلې يو بريښناکوټ د چين او المان لخوا په ګډه پانګه جوړه کړه چې له امله يې لس زرو ټنو سکاره سپما او سيمه ايزه ککړتيا کمه شوې ده. د دغې علاقه دارۍ يو مسئول لی ژوی هونګ وويل دغې علاقه دارۍ د پانګونې راجلبولو په برخه کې جدی مقررات جوړ کړل .

هغه تصدۍ چې هر څومره زمونږ په ځای کې زياتې پانګې ولګوي او ور سره ککړتيا رامنځته شي او د سيمه ايز اقتصاد د دايمی پرمختګ لپاره ګټوره نه وي،مونږ به يې رد کړو. د هغو پروژو لپاره چې انرژی سپميږي،مونږ به ور ته امتيازی تګلاره هم ور کړو.

د انرژۍ سمولو او چاپيريال ساتنې په موخه له پروژو څخه د سيمه ايزو خلکو له خوا هر کلی شوی او د دغې علاقه دارۍ٧٤ کلن سپينږيری ښاغلی ليو وويل د دغې پروژې د تر سره کولو له امله نه يوازی چاپيريال په ښه توګه ساتل شوی بلکې سيمه ايزو وګړيو ور څخه ګټه تر لاسه کړې ده. مونږ خوشحاله يو چې د باد په وسيلې د بريښنا توليدولو پروژې څخه ګټه واخلو، ځکه چې د سکرو سوځولو له

امله چاپيريال ته ککړتيا رسوي.

دا زمونږ د ولايت عمومی افکار دی چې د اقتصاد پرمختګ ترڅنګ د چاپيريال ساتنې ته ډېره پاملرنه کيږي.د شان دونګ ولايت د بهرنۍ سوداګرۍ او اقتصادی

همکارۍ د ادارې مرستيال منګ جيان شين وويل زمونږ ولايت به د چاپيريال ساتنې له لاری اقتصإدی پرمختګ ته دوام ورکړي.مونږ بايد له دغه حالت څخه ډډه کړو چی سرچينې په پوره توګه وکارول شي او د راتلونکي نسل لپاره د ککړتيا مسئله حل شی.