د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د ټولټاکنو کمېټې د دسمبر په اوولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د راتلونکي کال د جنورۍ په اتمه نېټه به د دغه هېواد د ملی او ولايتی پارلمانونو په ټولټاکنو کې ټول اووه زره دری سوه او پنځه ديرش تنه نوم أندان ګډون وکړي.
د ټولټاکنو کمېټې وويل اړوند سندونه د روانې مياشتې له اوولسمې نېټې څخه خپاره شوی او اړوند چارواکي اوس د بېلا بېلو ځايونو د ټولټاکنو دفترونو ته د اړوندو سندونو په لېږلو بوخت دي. بر سيره پر دې، پاکستان به په راتلونکيو ټولټاکنو کې د نورو هېوادونو له خوا توليد شوی ځانګړی صندوقونه استعمال کړي.