<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-18 19:45:26    
د استوګنی سيمې د اوسيدونکو کميټې مشره وانګ شي

cri

د بېجينګ ښار د دونګ چنګ سيمې د استوګنې په يوې سيمې کې هغو وګړو يوه غونډه جوړه کړه چې د ژوند د اساسی اړتياوو د تامينولو مرستندويه لګښت تر لاسه کوي. دغه شان غونډې هره مياشت تر سره کېږي. په دغه غونډه کې نه يوازی دغو وګړو ته مرستندويه لګښتونه، بلکې د حکومت يو شمير نوی تګلارې او کاری معلومات هم ورکول کېږي. د چين په ښارونو او علاقه داريو کې څه ناڅه اتيا زره دغه شان اوسيدونکې کميټې شته.

د اوسيدونکو کميټې عمومی دنده دا ده چې د استوګنی په سيمو کې د وګړيو ټولګټو چارو او د ټولنيزو چارو ته خدمتونه کوي. نو دغه کميټه بايد د استوګنی په سيمو کې له هر يو اوسيدونکی سره تړاو ولري. نو په زياترو دغو کميټو کې هغه د منځني او زيات عمر وګړي د مشرۍ دنده پر غاړه اخلي چې د کار زياتی تجربی لري. خو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د اوسيدونکو د يوې کميټې يوه مشره دروپيژنو چې عمر يې يوازی ديرش کاله دی. دغه مشره وانګ شي نومېږي او د تېرو اوو کلونو راهيسي د اوسيدونکو په کميټې کې کار کوي.

د ٢٠٠٠کال په دوبی کې له پوځ څخه رحضت شوې سرتيرې وانګ شي د بېجينګ د حکومت له خوا د استوګنی سيمو د چارواکيو د راغونډولو په ازموينه کې ګډون وکړ. هغه د چين د کمونست ګوند د يوې غړې په توګه بريالی شوه او د

بېجينګ د استوکنې سيمو د اوسيدونکو په کميټې کې د مشرې په توګه وټاکل شوه چې تر نورو ډېره ځوانه ده. په هغه وخت کې يې عمر يوازې درويشت کاله و. دې وويل:

په هغه وخت کې ډېر خوشحاله وم او ټينګه اراده مې درلوده چې په ښه توګه دغه کار وکړم او اوسيدونکو ته ښه خدمتونه تر سره کړم.

د وانګ شي د استوګنې په سيمې کې ډېر وزګار وګړی شته او د کورنيو عايدات يې ډير ټيټ دی. نو وانګ شي د خپلې عمده دندې په توګه د بی وزلۍ د له منځه وړلو او د ګاونډيانو ترمنځ د ښو اړيکو د ټينګېدو په موخه له دغو کورنيو سره مرسته وکړه. د وانګ شي د کوښښونو له لارې په دغو سيمو کې ډېرو کورنيو خپلې ستونزې له منځه وړي دی.

فنګ لي يوان د وانګ شي د استوګنې سيمې يوه اوسيدونکې ده. هغه له خپل خاوند څخه د طلاق تر اخيستلو څخه وروسته له لور او مور سره اوسيږي. لور يې يوه زده کوونکې ده او مور يې په ناروغۍ اخته ده. فنګ لي يوان ثابت کار نه درلود ،نو ژوندی سويه يې هم ټيټه وه. دی وويل: 

زه پخپله د لور روزنه کوم. دغه راز زما مور چې اويا کلنه ده په ناروغۍ اخته ده. نو زه په اقتصادی ساحه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ يم .

کله چې وانګ شي د فنګ لي يوان د حالاتو په هکله معلومات تر لاسه کړل، هغې د مېرمن فنګ په استازيتوب اړوندې څانګې ته د ژوند د اساسی اړتياوو د تامينولو د مرستندويه لګښت غوښتنليک وړاندی کړ.او په فعاله توګه يې د ځوانانو له ځايی ټولنې سره تماس ټينګ وکړ چې د مېرمن فنګ لور ته د زده کړې مرستندويه لګښت غوښتنه يې وکړه.د اوسيدونکو کميټې د مرستې له لارې د فنګ

لي يوان اساسی ژوند تامين شوی دی. فنګ لي يوان په خوښۍ سره خبريال ته وويل:

زموږ د اوسيدونکو کميټې مشره ډېره ښه ده، دغه شان ګوندی غړې زموږ ښه لارښونکی ګڼل کېږي.

وانګ شي د وزګارو وګړيو د کاری فرصت د تر لاسه کولو لپاره په فعاله توګه له يو شمير لويو تصديو سره اړيکې ټينګې کړي او کاری فرصتونه يې ور ته پيدا کړي دي. د اړوندو معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته يې بېلا بېلو وزګارو وګړيو ته وړاندی کړي. د وانګ شي په مرستې سره ډېر زيات وزګارو وګړيو يو ځل بيا کاری فرصت تر لاسه کړ او د خپل ژوند بېلا بېلې ستونزې يې له منځه وړلی دی.

وانګ شي د اوسيدونکو د کميټې د مشرې په توګه نه يوازی د اوسيدونکو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره ورسره مرسته کړې، بلکې په معنوی ساحه کې يې هم پاملرنه ورته کړې ده. د وانګ شي په مشرۍ د دوی د استوګنې په سيمه کې د روغتيا د ساتنې ورزش، د عکاسی سيالی، د بېجينګ په شاوخوا سيمو کې د سيلانی په ګډون يو لړ په زړه پوری فعاليتونه تر سره کېږي. وانګ شي د اوسيدونکو د ژوند د ښه کېدو لپاره کوښښ کوي او اوسيدونکی هم باور پرې لري.