<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-18 20:08:34    
د اولمپيک لوبو په اړه يو لړ خبرونه

cri

د بېجينګ ښار د ګوندی کميټې دايمی کميټې څو ورځې دمخه د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو په اړه د کارونو د عمومی دندو د څيړنې لپاره يوه غونډه تر سره کړه. د بېجنيګ ښار د ګوندی کميټې مشر ليو چي د دغې غونډې مشری وکړه. دغې غونډې پردې خبره ټينګار وکړ چې ٢٠٠٨ کال نه يوازی د چين ، بلکې د نړۍ د اولمپيک کال ګڼل کېږي. نو اړوندی خواوی بايد په پوره توګه د اولمپيک لوبو د جوړولو په اړه د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس روحيه پلی کړي چې د شنه اولمپيک، علمی اولمپيک او د کلتوری اولمپيک لوبو د جوړولو لپاره هڅې وشي. دغه راز اړوندی خواوی بايد په بېلا بېلو ساحو کې لوړ همغاړيتوب وکړي چي د ځانګړي او لوړې سويې لرونکي اولمپيک لوبو او د معيوبينو اولمپيک لوبو د تر سره کولو لپاره کوښښ وکړي .

د افريقا د اولمپيک لوبو ټولنې د سرمنشيانو څليرويشتمه دوره سيمينار څو ورځې دمخه د مصر په قاهره کې تر سره شو. د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې د اجرايوی مرستيال ليو جينګ مين په دغه غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه. هغه وويل: د چين او افريقا د خلکو ترمنځ دوديزه دوستي شته. چين په اوږده موده کې له بېلا بېلو افريقايی هېوادونو سره په سياسی، اقتصادی، سپورتي او کلتوری ساحو کې همکاری کړی. د نوی پيړۍ له پيل راهيسي، د چين او افريقا ترمنځ همکاری پياوړی شوې ده. د چين مشرانو څو څو ځله له افريقا څخه ليدنې کړې

دی. دغه راز د مصر، رواندا او جنوبی افريقا په ګډون د يو شمير افريقايی هېوادونو مشرانو په جلاجلا توګه له چين څخه ليدنې کړې دی. په تېر کال کې په بېجينګ کې د چين او افريقا د همکارۍ فورم سرمشريزه غونډه په بريالی توګه تر سره شوه. د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې لا ټينګې شوي او لوړی پوړی تګ راتګ پياوړی شوی دی. ښاغلي ليو وويل: روان کال د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياری لپاره ډېر مهم کال ګڼل کېږي. د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې به د اولمپيک له روحيې سره سم، افريقايې او نړيوالی دوستانو ته ښه خدمتونه وکړي. دغه کميټه به د بېلا بېلو خواوو د وړانديزونو سره سم خپل کارونه بشپړ کړي.

د چين د داخلی مغولستان خپواکی سيمې چې هوا يې د بېجينګ پر هوا ډېره اغيزه لري څو ورځې دمخه د هوا او د چاپيريال ساتنې په اړه ځانګړي تدبيرونه وټاکل څو چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د بيجينګ د هوا کيفيت لوړ شي. د داخلی مغولستان حکومت د اولمپيک لوبو په موده کې د بېجينګ د هوا کيفيت د تامينولو لپاره اړونده تګلاره خپره کړه. له دغې تګلارې سره سم به د ٢٠٠٨کال د سپتمبر له شلمې نېټې نه مخکې د بېجينګ په شا و خوا کې د شي لين ګوو له، هو هه هاو ته، باو تو، چي فنګ او اولانچابو پنځه ښارونه د هوا د ککړتيا د کنترولولو په اړه د مهمو سيمو په توګه وټاکل شي. د دغو ښارونو د بريښنا توليدی تصدی به خامخا د سلفر دوه اکسيايد په ګډون د شنو خونو ګازونو د ايستلو د کمولو لپاره يو لړ تدبيرونه ونيسي.