<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-18 18:05:20    
د مڼې ونو د کيښنولو له امله ښه ژوند

cri

د شان شی ولايت د لو چوان ولسوالۍ د فانګ شيانګ کلی په يوه کوچنی ودانۍ کې چې دوه پوړه لري، بزګر هه شو څانګ پر ميز باندی د مڼو ښودلو ترڅنګ د ژوند د بدلونونو په هکله هم داسې معلومات وړاندی کړل: پخوا مو د غلودانو په توليد کې ښه حاصلات نه و تر لاسه کړی خو اوس زمونږ د ميوو ونو له کيښنولو څخه زياته اخيستی ده.

د فانګ شيانګ کلی د دغه ولايت په شمال د هوانګ تو په لوړه سيمه کې پروت دی او ځمکه يې ډېره وچه ده. په وروستيو کلونو کې د هېواد له هغه شعار سره سم چې د کرهڼيزو ځمکو پر ځای مصنوعی ځنګلونه جوړ شی،د دغه کلی بزګرانو د ميوو ونو کرلو ته پرمختګ ور کړی چې له امله يې له بی وزلۍ څخه وتلی دي.د بزګر هه کورنۍ پنځه تنه غړی لري او د مڼو ونو د کيښولو مساحت يې نژدی صفر اعشاريه اووه هکتارو ته رسيدلی چې تر لاسه شوی سږنی عايدات يې له يو لک يوانو څخه اوښتی دی.

که څه هم بزګر هه شتمن شوی دی، خو زمونږ خبريال لاهم دا شک درلود چې أيا د دغه کلی هر کور هم داسی بډای شوی دی که نه؟.بزګر هه خبريال ته وويل چې د ده په کلی کې د مڼو د باغونو مساحت نژدی ٨١ هکتارو ته رسيدلی چې له امله يې د دوی عايدات له شپږ مليون يوانو څخه اوښتی او د هغو کورنيو شمېر د دغه کلی يو پر پنځه برخه نيسی چې عايدات يی له يو لکه يوانو څخه زيات شوی دی.

دغه کلی د لو چوان ولسوالۍ د يوې نمونې په توګه ګڼل کيږي.د ٢٠٠٦ کال تر پايه پوری په دغه ولسوالۍ کې يو لک او ٦١ زره بزګرانو

په دېرش زره هکتاره کې د مڼو ونې کيښولی چې تېر کال د هر بزګر په سر عايدات ٣٣٧١ يوانه و چې دغه عايدات د شان شی ولايت د شی ان ښار د شاوخوا ولسواليو پرته د نورو ولسواليو په پرتله ډېر زيات و.

د مڼو ونو د کينولو له امله بزګرانو نوی کورونه جوړ کړي او د کورنۍ عصری برقی شينونه کاروي او مشهوره نښه لرونکی جامی اغوندي. تېر کال په نوموړی کلی کې څلور ګړندی موټرونه اخيستل شوی دی.بزګر هه وويل اوس مو ورځ په ورځ ښه کيږي، نو له حکومت څخه ډېره مننه کوو.که ښه تګلاره نه وای پلی شوې.نو ښايی مونږ د بی وزلی په حالت کې پاتی وه. نوموړی زياته کړه چې د چين د کمونست ګوند د ١٧ ملی کانګرس په راپور کې د ايکولوژيکی پلان جوړولو وړانديز وشو. زما په أند زمونږ په کلی کې د مڼو ونو کرل هم د ايکولوژيکی پلان په لور روان دی. د مڼو ونو د کينولو له امله بزګران شتمن شوي او ايکولوژيکی چاپيريال ښه شوی او باد هم کم شوی دی.

د معلوماتو له مخې په دغه ولسوالۍ کې د مڼه ونو د کينولو له امله د دغې ولسوالۍ ١٨ اعشاريه ٤ برخه پر ځنګلونو پوښل شوي او د باران اورښت اندازه د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې له ٦٢١ اعشاريه ٩ mm ٦٤٢ mm ته زياته شوې ده. اوس په دغه ولسوالی کې د مڼو چمتو کولو او پلورلو په اړه ١٣ تصدۍ رامنځته شوې دي.هره ورځ لو چوان ولسوالۍ ته د تلونکو موټرونو شمېر دری سوو ته رسيږي او د نورو سيمو لس زره وګړي يې استخدام کړي دي.

تر ٢٠١٥ کاله پوری به د مڼو پلورلو ارزښت يو مليارډ او شپږ مليون يوانو ته او د هر بزګر په سر عايدات به اته زره يوانو ته ورسيږي.