<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-18 20:43:59    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو تياريانې په عادي توګه روانې دي

cri

د ٢٠٠١ کال د جولای په ديارلسمه نېټه په مسکو کې د اولمپيک د نړيوالې سپورتي کمېټې په يو سل او دوولسمه عمومي غونډه کې بېجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک دوبنی لوبو د کوربنۍ حق تر لاسه کړ. دا لومړی ځل دی چې د اولمپيک لوبې په چين کې تر سره کېږی. د ٢٠٠١ کال په دسمبر کې د دغو لوبو تشکيلاتی کمېټه جوړه شوه چې ور سره جوخت د بېجينګ د اولمپيک لوبو تياريانې پيل شوي دی. د بېجينګ اولمپيک لوبې به د ٢٠٠٨ د اګست له اتمې نېټې څخه تر څلورويشتمې نېټې پوری تر سره شي. اوس د دغو لوبو پرانيستلو ته له يو کال نه کم وخت پاتې دی. څو ورځې دمخه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کمېټې د اجرائيوی ادارې مرستيال وانګ وی خبريالانو ته د دغو لوبو د تياريانو حالات څرګند کړل.

په تېرو شپږو کلونو کې بېجينګ د اولمپيک لوبو د تياريانو لپاره ستر کوششونه کړی دي. ښاغلي وانګ وې وويل د تشکيلاتي کمېټې موخه دا ده چې د اولمپيک ځانګړې او لوړه سويه لرونکی لوبې تر سره کړي او د دې لپاره ډېر زيار باسي. هغه وويل

د اولمپيک د ځانګړيو او لوړې سويې لرونکو لوبو په توګه د ٢٠٠٨ کال اولمپيک لوبې تر سره کول له نړۍ سره زموږ يوه جدی ژمنه ده او د چين د حکومت او خلکو ګډه هيله او غوښتنه هم ده. د خوښۍ ځای دی چې ډول ډول تياريانې په عادي توګه روانې دي.

د ځانګړتياوو او لوړې سويې لرلو په اړه اته غوښتنې شته. لومړی لوړه سويه لرونکی سپورتي سټيديمونه او تاسيسات او د کارونو ترتيب شته. دوهم، لوړه سويه لرونکی پرانيستونکی مراسم او اړوند کلتوري فعاليتونه شته. درېيم لوړه سويه لرونکی خبري رسني خدمتونه او ښې نظريې شته. څلورم د امنيت ساتنې لوړه سويه لرونکی کارونه شته. پنځم لوړه سويه لرونکی داوطلبې ډلې شته. شپږم، د ژوند او ترانسپورت لوړه سويه لرونکی خدمتونه شته. اووم، د ښاري تمدن د لوړې سويې بڼه شته. اتم د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړی بايد ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي.

د شپږو کلونو له تياريانو وروسته اوس د بېجينګ اولمپيک لوبې د ځانګړتياوو او لوړې سويې لرلو موخې ته ډېر نژدی شوی. ښاغلي وانګ وې وويل د اولمپيک نړيوالې سپورتي کمېټې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د سټيديمونو د جوړونې سرعت په اړه رضايت څرګند کړ. په اوو دېرشو سټيديمونو کې لس بشپړ شوی او نور به د روان کال تر پايه پوری جوړ شي. پر دې سربيره، په نورو برخو کې هم تياريانې د خوښۍ وړ دي.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو تياريانې د وګړيو تود ملاتړ تر لاسه کړی دی. دا د داوطلبانو د راغونډولو له کارونو څخه څرګندېږی. د روان کال تر جولای پوری پنځه لکه کسانو د داوطلبانو په لست کې نومونه ثبت کړی دي. ښاغلي وانګ وې وويل

د اولمپيک لوبو د داوطلبانو راغونډولو کار په يودېرش ولايتونو، ښارونو او خپلواکو سيمو کې پيل شوی. زموږ داوطلبان به نه يوازی د شمېر له مخې کافی وي بلکی کيفيت به يې هم لوړ وي.

د اولمپيک لوبو کوربنی ښار بايد ښه ترانسپورتي حالات او ښاري چاپېريال ولري. ښاغلي وانګ وې په دې اړه وويل د بېجينګ د ترانسپورت شرايط او ايکولوژيکی چاپېريال په پر له پسی توګه ښه کېږی. د عام ترانسپورت بيې ټېټې دي او د هوا او اوبو د ښه والی معيار د لوړتيا په حال کی دی.

ښاغلي وانګ په دې هکله وويل

موږ هيله لرو ټول ملګری د بېجينګ د اولمپيک لوبو تياريانو ته پاملرنه او پکې ګډون وکړي.زموږ ګډ کوششونه به د اولمپيک چارو د پرمختګ او د يوې هوسا نړۍ د جوړولو لپاره ګټور وي.

دوه پوښتنې دا دي:

لومړی، د بېجينګ اولمپيک لوبې به په کومه ورځ پرانستل شي او په کومه ورځ پای ته ورسيږی؟

دوهم، د بېجينګ د اولمپيک لوبو د تشکيلاتي کمېټې موخه څه ده؟