<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-19 17:49:09    
د سی ار اې راډيو د کانفوسيوس انستيتوټ له چيني ژبې څخه د بهرنيانو د زده کړې لپاره ښه زمينه برابروي

cri

د راډيو له لارې د کانفوسيوس انستيتوټ څو ورځې مخکې په سي ار اې کې جوړ شو او د هغو بهرنيانو لپاره يو ښه زيری دی چې له چيني ژبې او کلتور سره مينه لری ځکه چې پدې د چيني ژبې د زده کړې يوه بله لار هم هواره شوېده.

کانفوسيوس ويلی له دريو تنو څخه به حتمأ يو تن زما ښوونکی وی .

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د يو لرغوني متن لوستلو غږ واوريده . ښايي تاسی باور و نه کړئ چې لوستونکې يې يوه نهه کلنه سيريايي نجلۍ ده او نوم يی کاتارينا ستويانوويچ دی. درې کاله مخکې د کاتارينا مور تاتيانا سولدات د کار لپاره چين ته راغله او لور يې هم ورسره راوسته. دې وويل موږ درې کاله مخکې چين ته راغلو او لور مې له چيني ماشومانو سره د لوبې په وخت کې کله نا کله راڅخه پوښتنه کوله چې دا لوبه څه نوميږي. بيا می په سيربيا ژبه ځواب ورکاوه . ورو ورو زما لور چيني ژبه زده کړه.

د تقليدي مورنی ژبې په چاپيريال کې د چيني ژبې زده کول د بهرنيانو لپاره يوه ښه لار ده . د سي ار اې راډيو د کانفوسيوس انستيتوټ د سي ار اې راډيو او د کانفوسيوس پوهنځي لخوا د همکارۍ نتيجه ده . د کانفوسيوس انستيتوټ به د زده کړې واحد تحصيلي توکی په اته ديرشو ژبو جوړ کړي او په راډيويي خپرونو او ويب پاڼو کې به خپاره کړي . په بله ژبه په راتلونکي وخت کې به اوريدونکي د خپلې مورنې ژبې په وسيلې د چيني ژبې د زده کړې لپاره تاليف شوي توکي ولری.

د چين د ښوونې وزارت مرستيال جان شين شن وويل د سي ار اې راډيو د

کانفوسيوس انستيتوټ تاسيس د هوا له لارې د بهرنيانو لپاره د چيني ژبې د زده کړي يو پل جوړ کړی دی .

د سي ار اې راډيو د کانفوسيوس انستيتوټ داسی نه بدليدونکي ځانګړتياوې لری چې په لا چټکۍ او ښه توګه د چيني ژبې د زده کړې په موخه د نورو هيوادونو د وګړيو اړتياوې پوره کولی شی ځکه چې سي ار اې راډيو د چيني ژبې د لوست پروګرامونه څلويښت کاله مخکې پيل شوي دي .

په حقيقت کې د چين حکومت له ٢٠٠٤ کال څخه په نورو هيوادونو کې د بهرنيانو لپاره د چيني ژبې د زده کړې څانګې جوړې کړي او د چين د دوديز کلتور استازي د کانفوسيوس په نامه نوميږي. تر اوسه پوري په شپيتو هيوادونو او سيمو کې دوه سوه د کانفوسيوس پوهنځي جوړ شويدي.

د چين او نورو هيوادونو ترمنځ د تګ راتګ له زياتوالي سره سم د چيني ژبې کلتوري او عملي ارزښتونه او د چيني ژبې د بهرنيو زده کوونکيو شمير هم زياتيږي. د يوې شميرنې له مخې تر اوسه پوري ديرش ميلونه تنه بهرنيان د چيني ژبې په زده کړې بوخت دي . د کانفوسيوس پوهنځيو تحصيلي ځواک کمزوری و چې له امله يی د سي ار اې راډيو د کانفوسيوس انستيتوټ جوړ شو.

د چين د ملي ژبې د ترويج دفتر مشرې شو لين خبريالانو ته وويل د سي ار اې راډيو د کانفوسيوس انستيتوټ جوړونه د کانفوسيسو پوهنځيو نيمګړتياوې پوره کولی شی . دې وويل دا طبيعي کار دی چې د سي ار اې راډيو د کانفوسيوس انستيتوټ ځانګړی رول لوبولی شی ځکه چې د خپرونو پراخوالی يی ډير لوی دی .د کانفوسيوس په يو پوهنځي کې يوازی څو سوه تنه زده کوونکي ځاييدای شی . خو د سي ار اې

راډيو د کانفوسيوس انستيتوټ بی شميره زده کوونکي منلی شی .

د معلوماتو له مخې اوس په نړۍ کی د سي ار اې راډيو درې زره کلبونه شته او غړي يې نه يوازی د چيني ژبې لوست پروګرامونه اوريدلی ، بلکې د چيني ژبې له ښوونکو سره مخامخ خبرې کولی شی. تر اوسه پوري په کينيا ، جاپان ، روسيه او مغولستان کې د کانفوسيوس انستيتوټ ټولګي پرانيستل شويدي . د سي ار اې راډيو د روسي ژبې څانګې مشرې فان بين بين وويل موږ د روسيې له دولتي دارالمعلمين سره تړون لاسليک کړ او ددې تړون له مخې به دوه ټولګي پرانيستل شی چې د يوه ټولګي لپاره کمپيوترونه او نور تحصيلي سامانونه اخيستل شويدي . د سي ار اې راډيو مشر ښاغلي وانګ ګن نين وويل د سي ار اې راډيو د کانفوسيوس انستيتوټ به د چين او نورو هيوادونو د خلکو ترمنځ د ژبنيو اړيکيو د ټينګښت لپاره نه ستومانه کيدونکي کوششونه وکړي څو چې د رنګارنګ نړيوالو کلتورونو د پرمختګ او د همغږي نړۍ د أبادۍ لپاره فعال خدمتونه ترسره کړي.