<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-19 20:06:28    
د چين ځوانان د اقليمی بدلون په اړه د م م د غونډې ملاتړ کوي

cri

د چين د څلورويښتو لوړو ښووونځيو څه دپاسه زر تنو ځوانو زده کوونکيو څو ورځې مخکې د چين په دوه ويشتو ښارونو او سيمو کې د راتلونکی لپاره د تودوخې کموالی او په ساعت کې د يو کيلوواټ بريښنا سپمولو تر عنوان لاندی ګډ فعاليتونه تر سره کړل چې ورسره زيات چينی ځوانان اړ شوی چې د انرژۍ سپمولو او چاپيريال ته د ککړو توکيو ايستلو اندازې کموالی او د ټولې نړۍ د تودوخي د زياتوالي په فعاليتونو کې ګډون وکړي. دغه فعاليتونه د اقليمی بدلون په اړه د ٢٠٠٧ کال د م م د غونډې د ملاتړ لپاره هم ښه رول لري.

د بيجينګ پوهنتون، د چين د خلکو پوهنتون او د چين د مدنی چارو پوهنتون په شمول له ځينو پوهنتونونو څخه راغليو شل تنو ځوانانو زده کوونکيو د تيان تان په باغ کې د هيلو څرګندولو يو کاغذ باد والوځاوه چې ور باندی د ونو له پاڼو څخه په انګريزې ژبې د تودوخي معنی انځورېږي. دوی هيله لري چې د بيلا بيلو هيوادونو حکومتونه د کاربن دوه اکسايد ايستلو اندازې د کموالی لپاره تدبيرونه ونيسي.

د چونګ چينګ په ښار کې ځوانان په خپل د ځنګلونو نمونه جوړه کړې او ور باندی د بيلا بيلو لويو وچو خاورې انځور شوي دي او د اقليمی بدلون له امله يې د ټولې نړۍ د چاپيريال مسئلی ښودلي. د نان جينګ ښار ځوانو داوطلبانو د ځه جين غره په څوکه کې خلکو ته د اقليمی بدلون په اړه د ساينس پوهنې معلومات ورکړل. د جيانګ شي ولايت ځوانو داوطلبانو د بايسيکل په سپرلۍ سره د کيمياوی توکيو په

سپمونې غوښتنه وکړه. د شينجيانګ د اويغوری قوم خپلواکی سيمی ځوانو زده کوونکيو د باد په وسيلې د بريښنا توليدولو له فابريکې څخه ليدنه وکړه.

د چين د مدنی چارو پوهنتون يو زده کوونکي وويل موږ هيله لرو چې د خپلو فعاليتونو له لاری خلکو ته معلومات ورکړو چې تر څو د انرژۍ سپمولو او د ککړو توکيو ايستلو اندازې د کموالی په فعاليتونو کې ګډون وکولای شو او له ځان سره د تودوخې د زياتيدو لپاره خپل رول ولوبوو.

د نوموړی فعاليت جوړونکي لي لي وويل موږ د اقليمی بدلون په اړه د ٢٠٠٧ کال د م م د غونډې تر سره کولو په وخت کې هيله لرو چې د دغو فعاليتونو له لاری د نړۍ د اقليمی بدلون په مخنيوي کې د چينی ځوانانو کوششونه وښييو.

د اقليمی بدلون په وړاندی د چين د ځوانانو په فعاليتونو کېپه ٢٠٠٨ کال کې ځوانانو په ساعت کې د يو کيلو واټ بريښنا سپمولو ژمنې وکړې چې دوی به په راتلونکی کې د اوبو او بريښنا سپمولو او د يو ځل استفادی وړ توکيو د کارولو د مخنيوي په شمول ځينی فعاليتونه تر سره کړي. د ځونانو له دغو ژمنو څخه څرګند شوی چې دوی غواړی د انرژۍ سپمولو او د ککړو توکيو ايستلو اندازې د کموالی په چارو کې خپل رول ولوبوي او د ٢٠٠٨ کال د شنه اولمپيک سپورتی لوبو هيله څرګنده کړه.

د نوموړو فعاليتونو موخه دا ده چې چينی ځوانان د اقليمی بدلون په وړاندی په اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي او د انرژۍ سپمولو او د ککړو توکيو ايستلو اندازې کموالی چارو ته پاملرنه وکړي.