د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د روانې مياشتې په نولسمه نېټه د پاکستان په جنوب او ختيځ کې په جلا جلا توګه دوې سختې ترافيکی پيښې وشوې چې له امله يې پنځه شپيته تنه مړه او يو سل او پنځوس تنه نور ټپيان شول.
د همدې ورځ په سهار وختي د سيند ولايت کې د يوه اورګاډي د چپه کيدو له امله لږ تر لږه پنځوس تنه مړه او يو سل او پنځوس تنه نور ټپيان شول.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف اړوندو څانګو ته لارښوونه کړې چې تر وسی پوری د ژغورنې کارونه تر سره کړي او د مړو او ټپيانو د کورنيو غړيو ته مرستې برابرې کړي.
د يو بل خبر له مخې د همدې ورځ په سهار يو لوی موټر له يو بل دری تايرونه لرونکي موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې پنځلس تنه مړه شول.