<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-20 18:34:24    
د چين په ګوي جو ولايت کې د شوي قوم په باب معلومات

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته د چين په ګوي جو ولايت کې د شوي قوم په باب معلومات وړاندې کړو ٠

محترمو دوستانو د شوي قوم د چين له شپږ پنځوس قومونو څحه يو دی او ګڼ شمير خلک يې د چين په جنوب لويديځ ګوي جو ولايت کې اوسيږي ، دغه قوم نه يوازي خپله قومي ژبه بلکې خپله قومي ليکنه هم لري ٠ == اواز ١ ===

علاقه مندو دوستانو دغه سندره موچې همدااوس واوريدله هميشه د شوي قوم د وګړيو لخوا ميلمنو ته د شربت وړاندې کولو په وخت کې ويل کيږي ، کله چې کوم ميلمنه له ليرې ځای څحه د شوي قوم خلکو کلي ته ورشي ، نو د دغه کلي خلک د کلي په سر کې ميلمنو ته شربت وړاندې کوي او په دې ډول د ميلمنو هرکلی کوي ، د چين د ګوي جو ولايت د سان دو ولسوالي په چين کې د شوي قوم يوازنۍ خپلواکه ولسوالي ده ، دغه ولسوالي اوږد تاريخ ، د شوي قوم ځانګړي دودونه او کلتور او ښکلې طبيعي منظرې لري چي له امله يې دغه ولسوالي په ګوي جو ولايت کې د سيلانۍ يو مهم ايکولوژيکي او کلتوري ځای ګرځيدلی دی ، په ٢٠٠٦ کال کې د دغې ولسوالۍ شوي ګه نومي کلی د ګوي جوولايت د نويو کليو د ابادۍ په کار کې د يو ازمايښتي کلي په توګه وټاکل شو، ځايي حکومت د ايکولوژيکي سيلانۍ چارو د پرمختګ لپاره ډېر زيار ايستلی دی ٠ د ځايي حکومت يوې چارواکې ميرمن خو شيوې لي وويل په اوسنی شوي ګه کلي کې ستر بدلون رامنځته کيږي ٠ == اواز ٢ ===

هغې وويل په ٢٠٠٥ کال کې په شوي ګه کلي کي د سيلانۍ په چارو ﻻس پورې

کړل شواو تر اوسه پورې درې کاله تيرشوي دي ، په دغه موده کې په شوي ګه کلي کې ډېر بدلونونه رامنځته شوي دي ، د بيلګې په توګه د وګړيو د ژوندانه سويه لوړه شوې ، توليداتو پرمختګ کړی ، د کلي پاکوالی منځته راغلی دی ، د سيلانۍ چارو له پيل وروسته تيرکال د شوي ګه کلي د خلکو عايدات د هرتن په سريو زر او اته سوه درې اتيا يوانو ته ورسيد٠

ميرمن خو شوي لي زياته کړه چې د سيلانۍ چارو د پرمختګ له امله د شوي ګه کلي بڼه ورځ په ورځ بدليږي ، د شوي قوم ځانګړي کورونه او ليکنه ، په زړه پورې کلتور د سيلانۍ په چارو کې ارزښتناک لاملونه دي چې ﻻزيات سيلانيان ځانته ورجلبوي ٠ د شوي قوم وګړي هم د سيلانيانو سره د تماس نيولو په ترڅ کې له سيمې څخه بهرني معلومات ترلاسه کړي دي ، دوي په دې پوه شوي چې له خپلې سيمې څحه بهر د نورو ځايونو وګړي د شوي قوم له دوديزهنر او کلتور سره ډېره علاقه لري ، د سيلانۍ چارو په پرمختګ سره د شوي قوم قومي موسيقي او نڅاوې چې مخکې د خلکو لخوا هيرې شوي وي بيا راژوندې شوي دي ٠ === اواز ٣ === د سيلانۍ چارو د پرمختګ له امله د شوي قوم کليوال هم د خپل قوم د دوديزو کلتوري اثارو د پرمختيا او ساتنې لپاره هڅه کوي ، په ښوونځيو کې زده کوونکي قومي هنر زده کوي ، مثلأ د ګلدوزي ، ځانګړي موسيقي او دوديزې نڅا په ګډون زيات ځانګړي کارونه زده کوي ٠ د شوي ګه کلي کليوال وو خونګ جوان وويل د قومي کلتور پرمختيا او دوديزې سيلاني يو له بل سره ټينګې اړيکې لري او د دواړو خواوو د پرمختګ له امله د کليوالو کلتوري او مادي ژوند رنګين شوي او د شوي قوم خلک د سيلانۍ چارود پرمختګ له ګټو څخه برخمن شوی دی ٠

په حقيقت کې شوي ګه کلی په وروستيو کلونو کې د ګوي جو په ولايت کې د قومي ايکولوژيکي سيلانۍ او قومي ايکولوژۍ د ساتنې په برخه کې يوه ښه نمونه ګڼل کيږي ، د چين د بيلابيلو کچو د حکومتونو په ملاتړۍ د دغه ولايت د ملي لږکيو په مختلفو ځايونو کې خلکو له خپلو ځانګړتياوو سره سم د خپلو سيمو د پرمختګ لپاره غوره لارې لټولې دي ، د دغه ولايت يو چارواکي ښاغلي وانګ فو يو وويل مونږ د ځاپيريال د ساتنې پر بنسټ د ښکلو طبيعي منظرو او قومي دودونو او رسم رواجونو په وسيله د قومي کلتور لرونکي کليوالي سيلانۍ چارو ته پرمختيا ورکوو ، په ٢٠٠٦ کال کې ګوي جو ولايت ته د سفر لپاره د راغلو سيلانيانو شمير د وړم کال په پرتله په سلو کې څلويښت زيات شوی دی ، کليوالو د سيلانۍ چارو له پرمختګ څخه ګټې ترلاسه کړې او د ژوندانه سويه يې لوړه شوې ده( ٠

د سيلانۍ چارو د پرمختګ له امله نه يوازې د شوي ګه کلي اقتصاد پرمختللی بلکې د دغه قوم قيمتي کلتور او هنر هم پرمختيا موندلې او ساتل شوی دی ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسئ ٠