<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-20 18:38:43    
د هه نان ولايت د نان وان جهيل

cri

ګرانو اوريدونکو، دا دی يو ځل بيا چين ته د سفر پروګرام وخت رارسيدلی دی. زه ډيوه د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کې يم. د پروګرام په دغه کړی کې به تاسو ته د چين په منځ کې د هه نان ولايت د شين يانګ په ښار کې په منځنيو ځمکو کې د لومړی مشهور جهيل په توګه د نان وان جهيل په هکله څه معلومات درکړم.

د نان وان جهيل پراخوالی پنځه اويا مربع کيلومترو ته رسېږي او ددې جهيل شاوخوا منظرې لرونکې سيمه د دغه جهيل او د نان وان په نامه د ځنګلونو باغ څخه جوړېږي. په دغه سيمه کې نه يوازی ډير ځنګلونه شته ، بلکی ښکلي ټاپوګان، بندرونه او ښه ساتل شوی ايکلوژيکی چاپيريال او د شين يانګ چای او کبان د بيلا بيلو ځايونو سيلانيان راجلبوي. د نان وان جهيل د منظره لرونکې سيمې د اداري څانګې مشر ليو بين وويل د نان وان جهيل منظره لرونکې سيمه د دولت د لومړی کچې په نامه ټاکل شوې ده ، نو دغه جهيل د هيواد په منځنۍ برخه کې د تر ټولو ښمکلي جهيل په توګه ياديږي چې د اوبو پراخوالی د جه جيانګ ولايت د شي هو جهيل په پرتله دوولس چنده زيات دی. د باد لګيدو پر وخت پر ستر جهيل باندی د اوبو څپې ډېر ښکلی دی او د مرغانو او بيزوګانو ټاپوګان او په دوبي کې له تودوخې څخه د تيريدو ټاپو په شمول يو شپيته لوی او کوچنی ټاپوګان خواره واره پراته دي چې طبيعي منظرې يې بيلې بڼې لري او دا ټاپوګان قيمتی ډبرو ته ورته دي.

د مرغانو د ټاپو په هر ځای کې مرغان تر سترګو کېږي او هر وخت د مرغانو چغهار

اوريدل کېږي چې هر کال لس زره کډوال مرغان دغه ځای ته الوزي. له بيجينګ ښار څخه راغلې سيلانۍ ميرمن لي پينګ وويل دغه ټاپو ته هر کال زيات شمير وحشی مرغان راځي چې د زياترو نومونه يې ندي راته معلوم. ځينی مرغان يې په ژوبڼ کې هم ډېر کم ليدل کېږي.

د مرغانو له ټاپو څخه د چټکې بيړۍ په سپرلۍ ژر د بيزوګانو ټاپو ته رسېدای شی. پر جګو ونو باندی، په وښو کې او د ډبرو په منځ کې د مي نومی بيزوګان تر سترګو کېږي چې ځينی يې پر ځمکه کيني، ځينی يې له نورو بيزوګانو سره لوبی کوي او ځينی نور يې په خپلو پنجو ځانونه ګرووي. کله چې سيلانيان دوی ته نژدی شی او دوی د سيلانيانو په لاسونو کې خوراکونه وګوري، نو غواړي چې دغه خوراکونه وخوري. لارښوونکې أغلې يې وويل په ټاپو کې د مي بيزوګان د تای هانګ له غرونو څخه په کډه راغلي دي چې يوازی يوه کورنۍ ده . په دغه کورنۍ کې د بيزوګانو يو پاچا شته چې په هر څلورو کلونو کې د پاچاهی تر لاسه کولو لپاره جګړه ترسره کيږي او په پاي کې به تر ټولو غښتلی نر بيزو پاچاهی وګټی. د بيزوګانو پاچا ځانګړي حقونه لري چې لومړی خوراکونه خوري، نورو بيزوګانو ته د خوراک موندلو او ګزمې کولو حکم صادروي او ښکلې بيزوګانې له ځانه ساتي.

د بيزوګانو بڼې سيلانيانو ته خوښي ور په برخه کوي چې هر وخت زيات سيلانيان راغونډيږي. ولی د تای هانګ بيزوګان له دغه چاپيريال سره ډير مساعد دي؟ د بيزوګانو روزونکې ميرمن وانګ جيان پينګ وويل د نان وانګ جهيل چاپيريال د بيزوګانو له ژوند او تکثير لپاره ډير مناسب دی. دلته زياتې ونې شته چې عمرونه يی سل يا زر کاله دي او ډولونه يې هم زيات دي. بيزوګان د چينی بلوطو له دانو او نورو

ميوو سره مينه لري او په دغه ځای کې دغسی ميوه لرونکې ونې زياتې