<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-20 18:41:40    
د وی فانګ ښار ( ١ )

cri

د وی فانګ ښار د چين د ختيځ د شان دونګ په ولايت کې پروت دی او د دغه ولايت مرکز جي نان له ښار څخه د موټر په وسيلی يوازي د دوو ساعتو په واټن لری ، په چين کې د وی فانګ ښار د کاغذ باد د جوړولو له امله ډير شهرت موندلی دی ، د ښار په زياتو ځايونو کې ډير رنګارنګ ، ښکلي او په زړه پوري د کاغذ بادونه پلورل کيږي ، حتی د کاغذ بادونو د نړيوالې اتحاديې مقر هم د وی فانګ په ښار کې جوړشوی دی.

هغه سيلانيان چې د وی فانګ ښار ته ځي عمومأ کاغذ بادونه اخلي او د سوغات په توګه يی خپلو دوستانو او خپلوانو ته ورکوي.

له ١٩٨٤ کال راهيسی د هرکال د اپريل په دوهمه نيمايي کې د وي فانګ ښار په شاوخوا کې د کاغذ بادونو نړيوال فيستوال جوړيږي ، د فيستوال په موده کې د نړۍ د بيلابيلو هيوادونو او سيمو څخه د کاغذ بادونو جوړونکي د وي فانګ ښار ته ځي او په هغه فيستوال کې خپل جوړشوي رنګارنګ کاغذ بادونه ښيي ٠ په دې وخت کې د فيستوال د جوړولو ځای د کاغذپرانونو څخه د ډک سمندر په شان ښکاري . دلوي کاغذ باد اوږدوالی يو زرو پنځو سوو مترو ته رسيږي او کوچني يې د اورلګيت په قطي کې هم ځاييږي ٠

ښاغلي دوان يونګ چې د وي فانګ د پوهنځي يو استاذ دی وويل په دې ښار کې

د کاغذ بادونو يو موزيم شته او پکې د چيني او خارجي کاغذ بادونو رنګارنګ ښکلی او په زړه پوري نمونې او مربوط اسناد ليدل کيږي ، هغه زياته کړه چې په دغه موزيم کې هغه کاغذ بادونه چي ډير پخوا يې طلايي جايزې ترلاسه کړی او هم د نورو بيلابيلو شکلونو لرونکي کاغذپرانونه خلکو ته ښودل کيږي. سيلانيان د نوموړي موزيم له لاری د چيني ملت د عنعنوي کلتور سره هم پيژندګلوي ترلاسه کولای شي او هم دکاغذ بادونو د ودې او تکامل د بهير سره أشناکيږي. اوسني خلک د عصري او مترقي تخنيکونو په وسيلی کاغذ بادونه جوړوي او د کاغذ پرانونو مواد هم په پر له پسي توګه بدليږي .