<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-21 19:41:03    
د نينګ شيا د هوی قوم په خپلواکه سيمه کې نامادی کلتوري ميراثونه په ښه ډول ساتل شوی

cri

د چين په شمال لوېديځ کې د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکه سيمه د چين له پنځو سيمو څخه يوه ده. د دغې سيمې اقتصادی پرمختګ د چين د ختيځو ولايتونو او سيمو په پرتله پياوړی نه دی، خو نينګ شيا خپل ډېر زيات دوديز کلتورونه لري. په دغې سيمې په وروستيو ورځو کې د خپلو نامادی کلتوري ميراثونو د لومړی برخې لست خپور کړی چې پکې يودېرش ولسی دودونه شامل شوي دي. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړی کې به تاسو ته د دغو نامادی کلتوري ميراثونو په اړه څه معلومات درکړم.

همدااوس مو د هوا ار په نامه يوه ولسی سندره واورېده چې د نينګ شيا د هوی قوم په خپلواکه سيمه کې مروجه ده.

نينګ شيا د چين د کلتور د سرچينې په سيمه کې يعنی د ژيړ سيند د اوبو پر غاړه پروت دی او په چين کې تر ټولو لويه سيمه ده چې پکې د هوی قوم ډېر وګړي اوسېږي. د لوېديځ شيا کورنی په يوولسمه پېړۍ کې دلته جوړه شوه. نو اوس په نينګ شيا کې نه يوازی د لوېديځ شيا کورنۍ پاتی ميراثونه بلکې د هوی قوم کلتوري ځانګړتياوې هم ليدل کېږي. د بېلګې په توګه د شمال لوېديځ ولسی سندره هوا ار، د هوی قوم ولسی دودونه ، د موسيقي ألات او کالی د دغې سيمې د نامادی کلتوري ميراثونو په لست کې شامل شوي دي. د نينګ شيا د نامادی کلتوري

ميراثونو د ساتنې مرکز مشر جين ځونګ وې وويل

د دغه لست ټاکنه خپل تاريخ لري او د وګړيو پر ژوند او توليد يو شمېر اغېزې کوي. بر سېره پردی هغه د وګړيو ترمنځ مروج او پاتی شوی دی.

نينګ شيا د خپلو نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې د ولسی هنر د ساتنې په اړه سيمه ايزې تقاعدې جوړې کړې. په ٢٠٠٥ کال په دغه سيمه کې د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې مرکز جوړ شو او د دغې سيمې د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې تړون له ٢٠٠٦ کال څخه پل شوی دی. ښاغلی جين ځونګ وې وويل د دغو ميراثونو د ساتنې لپاره د دغې سميې حکومت د فکر لار ډېر ښکاره او څرګند دي. ده وويل

مونږ د دغو ميراثونو ساتنه په دريو برخو ويشلې. لومړی دا چې مونږ به د ولسی هنر او کلتور له پاتی کېدو څخه ملاتړ وکړو. نو مونږ بايد د پاتی کېدو يو ښه ډګر او راتلونکي نسل ته مرستنديه پيسی برابرې کړو. دوهم دا چې مونږ به د جنوب د غرونو په سيمه کې په يو شمېر ښوونځيو کې اړوند لوستونه پرانيزو او ولسی هنرمندانو ته به بلنې ورکړو چې په ښوونځيو کې زده کوونکيو ته درس ورکړي. دريم دا چې زمونږ ټول کلتوري ارګانونه به د نامادی کلتوري ميراثونو د ساتنې لپاره ګډې هڅې وکړي.

ده وويل ياد شوی ارګانونه به د ٢٠٠٨ له پای ته رسېدو مخکې د دغې سيمې پر نامادی کلتوري ميراثونو د تحقيقاتو او څيړنې کارونه بشپړ ، د اړوندو سندونو او د لمړنيو معلوماتو اډه جوړه، د نينګ شيا پر نامادی کلتوري ميراثونو د

څيړنې راپور چاپ ، د کلتور د ساتنې په اړه د بېلا بېلو کچو سيمې جوړې او د ملی او ولسی هنري کليو د غوښتنې، أزموينې او نومولو سيستم جوړ کړي چې تر ٢٠٢٠ کال پوری به د نينګ شيا د هوی قوم په خپلواکی سيمه کې ټول نامادی کلتوري ميراثونه په ښه ډول وساتل شي.