<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-21 19:00:38    
د وحشی ژويو عکاس شي جي نونګ

cri

په چين کې د وحشی ژويو د عکاسانو شمېر ډېر لږ دی او شي جي نونګ له دغو عکاسانو څخه يو دی. د ٢٠٠٣ کال په اګست کې په جاپان کې د وحشی ژويو په نړيوال فلمی فستيوال کې د شي جي نونګ اثر د أسيا د تر ټولو ښه عکس جايزه تر لاسه کړه. هغه دچين د چاپيريال ساتنې په اړه د لوړې جايزې يعنی د مځکې جايزې خاوند هم دی.

٤٣ کلن شي جي نونګ مخکې د چين په مرکزی تلويزيون کې کاوه. په ١٩٩٨ کال کې يې له خپلې دندې څخه استعفا وکړه او د عکس اخيستلو او د چاپيريال ساتنې پر کارونويې پيل وکړ چې د خپلې کمرې په وسيلې يې د ژويو ژوند ثبت کړی دی. د شي جي نونګ په أند د وحشی ژويو عکس اخيستل د ده ماشومتوب له تجربو سره تړاو لري. ده وويل ځکه ما په هغه ځای کې وده کړی چې ډېر ښه چاپيريال لري. نو زه له طبيعت سره ډېر نژدی تړاو لرم.

د شي جي نونګ له خوا په اخيستل شويو عکسونو کې د يون نان سرو زرو بيزوګانو په اړه اثرونه تر ټولو ښه بيلګه ده. دغه بيزوګان د يون نان او تبت ترمنځ په هغو سړو غرونو کې ژوند کوي چې لوړوالی يې له ٣٢٠٠ ميټرو څخه تر ٤٧٠٠ ميټرو پوری رسيږی. د سي چوان او ګوی جو د سرو زرو بيزوګانو په شان د يون نان سرو زرو بيزوګان هم د چين ځانګړی او ارزښتناک ژوي دي چې شمېر يې ډېر لږ دی. اوس د چين د وحشی ژويو شمېر د ١٥٠٠ په شاو خوا کې دی. په ١٩٩٢ کال کې د يون نان د سروزرو

بيزوګانو د ساتنې لپاره د څېړنې پر يو پلان پيل وشو چې د طبيعت د نړيوال صندوق او د چين د طبيعی ساينس د صندوق له خوا پيسی ورته برابرې شوی دی. شي جي نونګ د دغه پلان د څېړنې له ډلې سره د دغو بيزوګانو عکسونه واخيستل او ورپسی يې د دريو کلونو په بهير کې د دغو بيزوګانو د ښه عکس اخيستلو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي چې په پای کې د ده اثرونو نړيوالې جايزې تر لاسه کړي دي.

شي جي نونګ د وحشی ژويو د يو مسلکی عکاس په توګه دا هيله څرګنده کړه چې خلک بايد د چاپيريال ساتنې ته ډېرې پاملرنه وکړي. ده وويل مخکې مې وغوښتل چې عکس اخيستل زده کړې وکړم. ځکه زه له مرغانو سره مينه لرم او غواړم چې د دوی عکسونه واخلم. په پای کې مې دغه لاره ولټول چې د عکس اخيستلو له لارې به له مرغانو سره زما مينې دوام ولري. زمونږ چاپيريال سخت ويجاړ شوی دی. حکومت د چاپيريال ساتنې ته په درنه سترګه کتلي او وګړيو په ريښتينی توګه د چاپيريال ښه والی احساس کړی دی. اوس ډېر زيات کسان دغې مسئلې ته پاملرنې او ډېر ځوانان د چاپيريال ساتنې په بېلا بېلو فعاليتونو کې ګډون کوي.

شي جي نونګ په ٢٠٠١ کال کې د وحشی ژويو د ساتنې په فعاليتونو کې د ډېرو کسانو د ګډون لپاره يو اړوند مرکز جوړ کړ. دا د چاپيريال ساتنې يو هغه ارګان دی چې د عکس اخيستلو له لارې طبيعت ثبت او ساتي. د شي جي نونګ په أند د مخکنيو څو کلونو په پرتله د چاپيريال ساتنې په اړه د وګړيو پوهاوی په ښکاره توګه لوړ او پياوړی شوي دي.