<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-21 19:13:58    
نېکمرغه لوی اختر مو مبارک شه

cri

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو زما خوشحال تايب سلامونه او نېکې هيلې ومنۍ،خدای وکړي چې سوکاله او أرام ژوند مو په برخه وي او د لوی اختر مبارکې شپې ورځې له خپلو ټول دوستانو سره په خوښۍ تېرې کړئ،درنو اوريدونکيو تاسو پوهيږئ چې هر قوم،ملت او مذهب ځان ته اخترونه لري،چې پدې لړ کې مسلمانان هم دوه ښکلي اخترونه يعنې د روژې يا کوچنی اختر او بل د قربان يا لوی اختر لري،چې د ټولې نړۍ د مسلمانو لخوا يې لمانځنه کيږي،

محترمو دوستانو کله کله د اخترونو په لمانځلو کې لږ څه توپير راځي او هغه دا چې يو شمېر هېوادونه يې په يوه ورځ او ځينې نور يې بيا په بله ورځ لمانځي ،خو په هرصورت اخترونه د مسلمانانو هغه ورځې دي چې بايد ولمانځل شي که هغه يوه ورځ مخكي اويا هم يوه ورځ وروسته وي .

درنو اوريدونکو کله چې زه په هېواد کې وم، نو ليدل مې چې داختر په ماښام ښځو او كوچنيانو خپل لاسونه په نكريزوسره كول ټولو داخترلپاره نوې جامې جوړولې اوكه دنويو جامو جوړولو توان او وس ورسره نه و، نوپاكې او پريمينځلې جامې خوحتمي اغوستې. داختر په ورځ لويان او كوچنيان سهار وختي راپورته كيدل خپلې نوې جامې يې اغوستې، تر غسل او يا هم اوداسه وروسته جومات ته د اختر د لمانځه داداكولو لپاره تلل. مشران به مخکې ورپسې ځوان او بيا ځينې ماشومان ټول په ډله د عيدګاه خواته تللو،چې په لويو اخترونو کې مو تر عيد ګاه پورې د لارې په اوږدو کې تکبيرونه ويل . تر لمانځه وروسته مو د اختر روغبړ او يو بل ته داختر مباركي ويله،مشرانو موږ ته ويل چې ددې ورځې په برکت خپلې پخوانۍ ټولې خوابدۍ اوخپګانونه هير کړو او له هغو دوستانو سره چې تر منځ مو څه خپګان رامنځ شوی وي پخلا شو،موږ هم همداسې کول ،او زياتره کسان خو د پخلاينې لپاره د اختر ورځو ته په انتظار و،د اختر تر لمانځه وروسته به په منډه منډه کور ته تللو چې د خپلې کورنۍ له غړيو په تېره بيا له خپلو ميندو سره اختر مبارکي وکړو،په تلوار سره به مو د خپلو ترونو او نورو نږدې خپلوانو کورونو ته هم سر ورښکاره کاوه،او ژر به بېرته راوتلو،ځکه چې مشران به انتظار و چې ځوانان ورسره د قربانۍ په کولو کې ونډه واخلي،هرې خواته به څاروي حلالېدل او قربانۍ کېدلې،تر غرمې وروسته يا هم د اختر په دوهمه ورځ به مشران په حجرې يا جومات کې ناست،او له هركورڅخه پخې شوې ډوډۍ او خواړه راوړل کيدل.هر چا هڅه کوله چې تر خپلې وسې ښه خواړه پاخه کړي او ميلمنو ته يې ورکړي.

د اخترونو په لمانځلو کې څو ډلې وې،يوه د مشرانو،بله د ځوانانو او بله هم د کوچنيانو چې تر نورو ډېر اختر خوشحالېدل،او بله هم د ځوان نجونو او مېرمنو ډله وه.چې په مناسب وخت او کله به چې ميلمانه په کور کې نه و، د نږدې خپلوانو کره تلل او خپله خوښي يې څرګندوله .

يو ډله مشران به هغو کورونو ته هم تلل چې د کال په اوږدو کې يې د کورنۍ کوم غړی له لاسه ورکړی و،او په مجموعي توګه به يې دعا ورته کوله،خو اوس دا شان دعاګانې په عيدګاه کې کيږي،ځکه خلک نه غواړي چې د هغو کورنيو غم بيا ورتازه کړي .

را به شو دلته په چين کې د اختر لمانځلو ته،په چين کې د بيلابېلو عقيدو او مذهبونو لارويان يا پيرو شته،او مختلف اخترونه هم لري،د چين مسلمانان د خپلو نورو دوديزو او ملي اخترونو د لمانځلو تر څنګ خپل دوه اخترونه هم په ښه شان سره لمانځي،او خوښۍ کوي.

موږ هم د اختر ورځی په سهار وختی خپلې پاکې جامې واغوستې او له یو شمیر نورو افغانانو سره یو ځای لمړی په بیجینګ کی د افغانستان لوی سفارت او بیا له هغه ځای څخه یو ستر جامع جومات ته وخوځیدو،په سلګونو تنه چیني او بهرني مسلمانان سره راغونډ شوي و،او د مشر امام خبرو ته یې غوږ نیولی و،تر وعظ او نصیحت وروسته د اختر لمونځ ادا شو،او په جومات کی ټولو میشتو مسلمانانو یو بل ته غیږی ورکولې او د اختر مبارکي یې ویله .

زموږ په ډله کی په بیجینګ کې د افغانستان د سفارت یو شمیر کارکونکي،ځینی افغان محصلین،او یو شیمر سوداګر شامل و،چې تر روغبړ وروسته زیاتره کسان د سفارت په لور وخوځیدل،د سفارت کارکوونکیو د اختر لپاره کافي او مناسبه تیاري نیولې وه،او هغه د چا خبر خپل افغاني دود مو سره پر ځای کړ .

د همدی ورځی په ماښام د چین د اسلامي ټولنې لخوا یوه ستره او شانداره میلمستیا جوړه شوې وه،چې د چیني مسلمانانواو په چین کی میشتو مسلمانو دیپلماتانو تر څنګ یی د سی آر ای راډیو مسلمانو کارپوهانو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه،دغی میلمستیا ته چی د چین د لوی دیوال په پنځه ستوریز هوټل کی جوړه شوی وه زموږ له راډیو څخه شاوخوا پنځلس تنه ورغلي و او د کوربينو له تاوده هرکلی سره مخامخ شولو.

هلته مو د ځینو نورو هیوادونو له راغلیو مسلمانانو سره هم وکتل،اختر مبارکی مو ورسره وکړه او آشنایی مو حاصله کړه.

که څه هم موږ له خپلو هیوادونو،کورنیو او خلکو څخه لیرې و ،خو اختر مو له چیني او د نورو هیوادونو له مسلمانانو سره په ګډه ولمانځه،هیله لرم چې موږ ټول په راتلونکیو اخترونو کی له خپلو کورنیو او دوستانو سره د اختر نېکمرغه ورځې ولمانځو .

د بهرنیان په چین کی پروګرام درنو اوریدونکیو د ننني پروګرام وخت پای ته په رسیدو دی نو خپل کوربه خوشحال تایب ته اجازه راکړی،تر بلې اونۍ او دبل پروګرام تر وړاندې کولو مو په پاک او مهربانه خدای سپارم.

پاک رب مو مل شه .