د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په پاکستان کې د دسمبر په يوويشتمه نېټه يوه ځانمرګې چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه پنځه پنځوس تنه ووژل او څه دپاسه سل تنه نور ټپيان شول. دغه نړيوالې ټولنې د دغې چاودنې سخته غندنه وکړه.
د م م سرمنشي بان کی مون د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه هېواد له بېلا بېلو ډلو څخه غوښتنه وکړه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره خپل منځی يووالی پياوړی کړي او په راتلونکي کال کې د پارلمانی ټولټاکنو د تر سره کېدو لپاره يو سوله ايز چاپېريال برابر کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند سين مکورماک څرګنده کړه چې سياسی موخو ته د رسېدو لپاره وسله وال کړه وړه ناسم دی. د اروپايی ټولنې نوبتی مشر هېواد پورتګال د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل اروپايی ټولنه د قانوني نظام د ساتلو او له تندلارۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان د حکومت له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ کوي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم چې په نژدی وخت کې به له پاکستان څخه ليدنه کتنه وکړي وويل چې ترهګری نه يوازی پاکستان او افغانستان ته يو ګډ ګواښ دی، بلکې ټولو انسانانو ته يوه ستره سخته ننګونه ده.