<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-22 19:58:34    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هېله من يم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بيلابيلې پوښتنې راواستوئ !

ګرانو دوستانو ! د پاکستان د صوبه سرحد په مانسهره کې د لغمان کلب ملګرو په خپل ليک کې د چين د قومونو او مذهبونو په اړه پوښتنه کړې ده . نو د پروګرام په نننی کړۍ کې به په دې اړه تاسو ته څه معلومات وړاندی کړم !

چين يو داسی واحد هيواد دی چه شپږ پنځوس قومونه او يو مليارډ دری سوه مليونه وګړي لری ، د وګړيو شمير يی په نړۍ کی تر ټولو زيات دی . د چين د قومونو نومونه په دی ډول دی : هان ، منګوليا، خوی، تبت ، ويغور، مياو، يی، جوانګ، بويی، کوريا، مان ، دونګ، ياو، بای، توجيا، هانی، قزاق ، دای، لی، ليسو، وا، شه، ګاوشان، لاهو، شۍ، دونګ سيانګ، ناسی، جينګ پو، قرغز، تو، داور، مولاو، چيانګ ، بلانګ، سالار، ماو نان، ګه لاو، سيبه، اچيانګ ، پومی، تاجيک، نو، ازبک ، روسيه، عوينکی، ده عانګ، باو ان، يوګور، جينګ، تاتار، دولونګ، اوروچن، هه جه، موينبا، لهوبا او جينوه . په چين کی د هان قوم نفوس د ټولو نفوسو په سلو کی څه نا څه دوه نوی برخه نيسی او د نورو قومونو هيوادوال يوازی په سلو کی اته برخه جوړوی . څرنګه چه د هان قوم نه پرته د نورو پنځه پنځوسو قومونو د وګړو شمير کم دی، نو د چين د عادت له مخی دوی ملی لږکی ګڼل کيږی . دغه ملی لږکی عمومأ د چين د شمال لويديځ،

جنوب لويديځ او شمال ختيځ په سيمو کی ژوند کوی .

د تاريخ د پرمختګ په ډيره اوږده موده کی د چين بيلا بيل ملی لږکی د ټول هيواد په کچه عمومأ د هان له قوم سره په ګډه توګه اوسيږی، خو د هيواد په ځينو سيمو کی په جلا جلا توګه د يوه کوم قوم ګڼ شمير خلک ژوند کوی٠ د پنځه پنځوسو ملی لږکيو څخه د خوۍ او مان دوه قومونه د هان قوم ژبه وايی او نور بيلا بيل قومونه په جلا جلا توګه خپله قومی ژبه لری ٠ له اوږدې مودې راهيسی ، د چين شپږ پنځوس قومونه د خپل هيواد په نهه مليونو شپږ لکو مربعه کيلومترو خاورو کی په ګډه سره کار او ژوند کوی او په ګډه توګه يی د چين لرغونی تاريخ او روښانه کلتور رامنځ ته کړيدی ٠

هان قوم د نفوسو د شمير له لحاظه د چين د شپږ پنځوسو قومونو له جملې څخه تر ټولو نه لوی قوم دی او په نړۍ کی هم لومړی لوی قوم ګڼل کيږی٠ اوس د هان قوم وګړی څه نا څه يو مليارډ دوه سوه مليونه تنه دی٠ هان قوم د پنځو زرو کالو متمدن تاريخ ، ځانګړی ژبه او ليک دود لری٠ د دی قوم ژبه په اتو لويو لهجو ويشل کيږی ، خو د ټولو خلکو په لحاظ يوه ګډه معياری ژبه شته او دا معياری ژبه د چين ملی ژبه هم ده ٠ د هان قوم ليک دود د نړۍ له ډيرو لرغونو ليک دودونو څخه شميرل کيږی او اوس څه دپاسه اتيا زره کرکترونه لری ٠ د هان قوم ژبه اوس له نړيوالو کاوونکيو ژبو څخه شميرل کيږی٠ د هان قوم د خلکو اساسی خوراکونه له غلودانو، غوښو او سابو څخه عبارت دی، وريجی او اوړه د دوی عمده غله جات دی٠ شراب او چای د هان قوم دوه عمده شربتونه دی ٠ چين د چايو مورنی ځای دی او په نړۍ کی د شرابو د جوړولو په باب د تخنيکونو له لرغونو اختراع کوونکو هيوادونو څخه هم شميرل کيږی ٠ د شرابو او

چايو کلتورونه په چين کی ډير لرغونی تاريخ لری٠ دا قوم زيات اخترونه لری چې عنعنوی پسرلنی اختر يی تر ټولو مهم او دروند جشن دی٠

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه برخه په همدی ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نيکمرغه اوسئ !