<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-22 20:02:08    
مونږ او اوريدونکی

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ! له هر څه مخكې هيله من يم چې بشپړه روغتيا او نېكمرغي مو په برخه وي، او هم خداى وكړي چې په خپل ورځني ژوند كې خوشاله او بريالي وئ، د (موږ او اورېدونكي) پروګرام وخت رارسېدلى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. خبرې به نورې نه اوږدوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم، هيله ده د اورېدلو لپاره يې تر پايه راسره پاتې شئ!

- د پروګرام په پيل كې دغه ليك را اخلم چې د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ له شنه چمن څخه د يوراج كلب غړي رسول حسن حسيني را استولى دى. لومړى يې د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه هر وخت ستاسې خپرونې اورم او اوس بس همدومره درته وايم چې خداى وكړي تاسې تل ښكلې خپرونې او په همداسې په زړه پورې خوندور پروګرامونه جوړ كړئ. نوموړى بيا ليكي: زه يوه پوښتنه لرم هغه دا چې: په يو كال كې مې له شنه چاى څخه پياله ډكه كړه، خو دغه پياله مې په بل كال همداسه ګرمه وڅښله. هيله ده، نومړى وايي، د دغې پوښتنې سم ځواب راكړئ. نو ګرانه اورېدونكيه رسول حسن خانه، لومړى خو دا پوښتنه نه ده، دوهم كېدى شي، تا د كال په وروستۍ شپه له دوولس بجو يوه شېبه مخكې پياله ډكه كړې وي او بيا دې د دوولس بجو له زنګ وروسته څښلې وي، چې كال يې ترمنځ بدلېږي.

- د همدغه ځاى خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له صبريو كلي څخه د يوراج كلب مشر محمد شفيق مقاليديار هم په خپل ليك كې لومړى د پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه سهار او ماښام په غور سره اورم او ډېره مينه ورسره لرم. نوموړى بيا زياتوي: زه د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي، د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشر دوست، د خيبر كلب مشر قاري نعمت الله، د باختر كلب مشر سيد رحمان بهير، د بابكر خېل كلب مشر ولي جان او دغه راز هغو ټولو خويندو اوروڼو ته خپل سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كوم چې تاسو ته، نوموړى وايي، ليكونه در استوي. اورېدونكى مقاليديار بيا وايي: د پښتو هېندارې امه ګڼه مې ښه په غور سره ولوستله، ډېر ښكلي او په زړه پورې معلومات په كې خپاره شوي وو. خو د چين د مذهبي تګلارې ليكنه مې خورا ډېره زياته خوښه شوه او خوند يې راكړ. نومړي بيا د مور په اړه ليكلي: مور يوه آسماني پرښته ده، لويه بدبختي د مور نشتوالى دى، ښه مور له سلو ښوونكيو غوره ده، بې موره كور ګور دى، ښه ژوند له مور سره ښه سلوك دى، يوازينۍ ښځه چې آزار نه رسوي مور ده، چې په سمه بنه وليكل شي داسې به وي: مور داسې ښځه ده چې آزار نه رسوي. د مور خبرې منل برى او د جنت زېرى دى. اورېدونكي مقاليديار بيا درې درې شيان ليكلي او وايي: درې شيان انسان ته يو ځل حاصلېږي: مورګني او پلرګني، ښايست او ځواني. درې شيان هېڅكله هم واړه مه ګڼه: فرض، پور او ناروغي. درې شيان د زړه له تخلاصه كوه: رحم، كرم او دعاء. درې شيان د هېچا انتظار نه كوي: مرګ، وخت، پېرودونكى. درې شيان د هر چا بېل دي: صورت، سيرت او قسمت. او دغه راز درې شيان پرده غواړي: خوراك، مال او ژبه. د ښاغلي مقاليديار له ليك او دغه راز په زړه پورې خبرو څخه ډېره مننه كوو چې موږ ته يې ليكلې وې، هيله ده هر وخت ليكونه او همداسې په وړه پورې خبرې راواستوې.

- د صوبه سرحد له مانسهرې څخه د پاك افغان كلب غړې صديقې هم يو ليك را استولى، د چپن نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه ډېره خوشاله شوم چې زما ليك ته مو په پروګرام كې ځاى وركړ. موږ هر وخت ستاسې خپرونې اورو او زه ورسره، نومړې ليكي، ډېره مينه لرم. موږ ستاسې د خپرونې له لارې ډېر معلومات ترلاسه كوو. اورېدونكې صديقه بيا زياتوي: ماته د خپل ايمېل يا برېښناليك پته وليكئ چې زه تاسو ته برېښناليك درواستوم. زه ستاسو پښتو وېبپاڼه هم ګورم، د موږ او اورېدونكي پروګرام كې، دا وايي، پښتو سمه ليكئ چې موږ يې په اسانۍ سره ولوستلى شو. اورېدونكې صديقه بيا د خپلو ملګرو هرې يو: ماريې، وردې سلطان، نازيې او لبنى نومونه ليكلي او وايي: دوى زما تر څنګ ناستې دي او تاسو ته سلامونه وړاندې كوي، او وايي: چې پروګرامونه مو خورا ډېر معلوماتي وي، د خپرونې وخت مو ډېر كم دى، هيله ده زيات يې كړئ. اورېدونكې صديقه د خپل ليك په پاى كې د پښتو هېندارې په اړه ليكي: ستاسې پښتو هېنداره ډېره ښكلې ده، موږ ته چې كله راورسېږي نو موږ يې په ډېر ځير سره سر تر پايه لولو، او ډېر معلومات ترې ترلاسه كوو. موږ له پښتو هېندارې د چيني ژبې زده كړه كوو.

- درنو اورېدونكيو اوس نو د پروګرام د پاى شېبې دي، نو راځئ چې موسيقۍ ته نوبت وركړو، او په ترڅ كې يې د ناشناس يوه سندره واورو.

درنو اورېدونكيو د ناشناس سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ مو په لوى څښتن سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.