د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د فرانسی ولسمشر نيکولا سارکوزي د دسمبر په دوه ويشتمه نېټه له افغانستان څخه ناڅاپه ليدنه وکړه.
دا د روان کال په می کې د فرانسی د ولسمشر په توګه د سارکوزي له ټاکنې راهيسی افغانستان ته د ده لومړی سفر دی. د فرانسی د دفاع وزير هيروي مورين په شمول د لوړ پوړيو چارواکيو يوه ډله هم له ولسمشر سره په دغه سفر کې ملګرتيا کوي.
د خبر له مخې سارکوزي به د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او په دغه هيواد کې د ناتو په مشرۍ د نړيوالو امنيت ساتو ځواکونو له قومندان دان مکنيل سره وګوري . نوموړی به په افغانستان کې د فرانسی له ميشتو ځواکونو سره ليدنه کتنه وکړي او خپلو سرتيريو ته يو ځای د کريسمس جشن مبارکی ورکړي.