د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د استراليا صدر اعظم کېوين روډ د دسمبر په دوه ويشتمه نېټه افغانستان ته يو ناڅاپه سفر وکړ او د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره يې خبرې اترې وکړې.
ده خبريالانو ته په افغانستان کې د استراليا دندې د ټاکلو هيله څرګنده کړه او و يې ويل چې په افغانستان کې د ناتو له نورو غړيو هېوادونو سره د استراليا د همکارۍ اړيکيو ټينګېدل ډېر زيات اهميت لري او دی به نور هېوادونه وهڅوی چې په افغانستان کې لا زياتې دندې پر غاړه واخلي. نوموړي د ناتو په پوځی عملياتو کې له نهه سوه استراليايی ګډون کوونکو سرتيريو سره وکتل چې زياتره يې د افغانستان په جنوب اورزګان ولايت کې ميشت دي.