<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-23 21:04:37    
د چين د ځوانې سندرغاړی ليو يو وان له خوا ويل شوی سندری

cri

د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د ځوانی سندرغاړی ليو يو وان له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د ليو يو وان له خوا يوه ويل شوی سندره واوريده چې نوم يی وو ښکلی پسرلنۍ منظره٠ ليو يو وان په ١٩٦٥ کال کې د چين د شمال په تيان جين ښار کې زيږيدلی ده ٠ دې د چين د موسيقی له مشهور پوه جين تی لين څخه د سندرو ويل زده کړل او په ١٩٩٠ کال کې يی تر فراغت وروسته د چين د سندرو او نڅا په هنری ډله کې د يوې ځانګړی سندرغاړی په توګه ګڼل کيږی٠ د څو کلونو زده کړو او د نندارو د تجربو له امله د ليو يو وان هنری سويه ډېره لوړه شوی ٠ اوس به موږ په ګډه د ليو يو وان له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی خوشالي نيکمرغي٠

( سندره ٢ )

ليو يو وان څو ځله د چين د مرکزی تلويزيونی ستيشن د پسرلنی فيستيوال په ماښامي غونډه کې ننداری وړاندی کړی او ٢ البومونه يی هم خپاره کړی دی٠ دې څه د پاسه ٥٠ اسيايی ، امريکايی، افريقايی او اروپايی هېوادونو او سيمو ته سفر کړی او د بهرنيو هېوادونو زيات شمېر اوريدونکي يی راجلب کړی دی٠ د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د ليو يو وان او وی جين دونګ له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی تاسو ته درکوم٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!